1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش دوهم جاپانی هم وواژه

dpa,afp, rtr۱۳۹۳ بهمن ۱۲, یکشنبه

تروريستي ډلي «اسلامي دولت» دوهم جاپانی يرغمل هم وژلی دئ. د جاپان لومړي وزير ابي، ويلي دي: «موږ به هيڅکله تروريستان ونه بخښو». تر قتل وروسته په نړۍ کي له جاپان سره پيوستون ښوول سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1EU1I
انځور: Reuters/www.reportr.co via Reuters TV

د امريکا متحدو ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» له خوا د دوهم جاپاني وژنه سخته غندلې ده.

اوباما دغه جاپانی ژورناليست چي د افراطيانو له خوا ئې سر پرې سوی دئ، داسي يو زړور انسان بللی دی، چي تلاښ ئې کاوه د سوريې د خلکو رنځ نړيوالو ته ور وښيي.

اوباما د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي او جاپانيانو سره خپل پيوستون ښوولی دئ. اوباما دغه راز اعلان کړی دئ: «امريکا متحد ايالات به له خپلو شريکانو په جوړ پراخ ائتلاف سره د اسلامی دولت ډلي پرضد اقداماتو ته ادامه ورکړی، څو دغه ډله کمزورې او له منځه ولاړه سي.»

د جاپان صدراعظم شينزو ابي، هم د تروريزم پرضد مبارزه کي د نړيوالي ټولني د ملاتړ هوډ کړی دئ.

جاپان، د دوو تنو جاپانيانو تر يرغمل کيدو لږ دمخه له هغو هيوادونو سره د ۲۰۰ ميليونو ډالرو د مرستي اعلان کړی وو، چي د اسلامي دولت ډلي له گواښ سره مخامخ دي.

افراطي ډلي «اسلامي دولت» د جنورۍ مياشتي پر ۲۴ نېټه يو يرغمل سوی جاپانی وواژه، او اوس ئې د دوهم جاپاني د وژلو ويديو هم خپره کړې ده. دغه ويديو د «سايت» په نوم ويبپاڼي له خوا چي د اسلاميستانو کړه وړه څاري تائيد سوې ده. د جاپان حکومت هم دغه ويديو رښتينې بولي.

ټول يرغمل دي آزاد سي

د بريتانيا لومړي وزير ديويد کامرون او د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند هم د گوتو، وژنه غندلې ده. کامرون په تويتر کي ليکلي دي چي د گوتو وژنه «د اسلامي دولت ډلي وحشت ښيي».

د فرانسې جمهور رئيس ويلي دي چي فرانسه له جاپان سره پيوستون لري. د فرانيسې د اليزه ماڼۍ څخه په خپره سوې وينا پاڼي کي راغلي دي چي دغه هيواد به له جاپان سره په گډه په منځني ختيځ کي د سولي د ټينگښت او تروريستانو د له منځه وړلو په برخه کي کار وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، له افراطيانو څخه غوښتي دي چي ټول يرغمل کسان بې له کومه شرطه آزاد کړي.

د اسلامي دولت ډلي د دغه جاپاني او يوه اردني پيلوټ د آزادولو په بدل کي په اردن کي د يوې افراطۍ عراقۍ بندۍ د آزادولو غوښتنه کړې وه. د اردني پيلوټ سرنويشت لا تر اوسه پوري روښانه نه دئ.