1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش د روسۍ الوتکي غورځېدنه ولمانځله»

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۱۶, شنبه

يوه امريکايي چېنل ويلي دي چې د داعش ترهګرو داسې څرګندونې ثبت شوې دي چې د روسي الوتکې د سقوط ورکولو په هکله ټټر وهي. دغه نوی خبر په داسې حال کې راوزي چې د مصر په سينا سيمه کې د طيارو د امنيت تدابير سخت کړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1H1ac
انځور: picture-alliance/AA/A. El Kassas

د امریکا متحدو آيالاتو تلويزيوني چېنل، ان بي سي، د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د اسلامي دولت يا داعش د مشرانو تر منځ د سوريې په رقه ښار کې شوې خبرې اترې او همداراز په سينا ټاپو وزمه کې شوې څرګندونې داسې خبرې رانغاړي چې هغوی د روسيې، مسافر لېږدونکې الوتکې ته د سقوط ورکولوادعا پکې کوي.

د متحدو آيالاتو د چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي بربنډ شوي، د ان بي سي چېنل وايي چې په دغو خبرو کې داسې جزيات هم راغلي دي چې طيارې څنګه سقوط کړی دی. يوه چارواکي د ان بي سي چېنل د شپې خبرونو ته ويلي دي چې «هغوی /يعنې داعش/ دغه پېښه په څرګند ډول ولمانځله.»

نوي امنيتي تدابير

په رسمي څېړنو کې لا د الوتکې د لوېدلو لاملونه نه دي څرګند شوي، خو يو شمېر هېوادونو د سينا په سيمه کې خپلې الوتنې ځنډولې دي، يا يې نوي احتياطي تدابير وضع کړي دي او يا يې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی دی چې دغې د سمندر غاړې ته پرتې تفريحي سيمې ته دې نور سفرونه نه کوي.

د امریکا متحدو آيالاتو د کورني امنيت ديپارتمنت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له منځني ختيځ څخه راتلونکو الوتکو کې به امنيتي تدابير د روسي مېتروجېت الوتکې تر لوېدلو وروسته، زيات او سخت شي، چې پکې د داسې شيانو دقيقه پلټنه هم شامله ده چې طيارې ته ورخيژول کيږي.

تر هغه وروسته چې د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين لومړی پر لويديځو حکومتونو باندې نيوکه کړې وه چې د ترهګرو لاس يې په دغه پېښه کې ښکېل ګڼلی دی، اوس روسانو هم مصر ته خپلې الوتنې ځنډولې دي. فرانسوي چېنل «فرانس دوې» په خپل ويبسايټ کې کښلي دي چې د طيارې په تورو بکسونو کې چې د الوتنې معلومات او غږونه ثبتوي، د چاودنې آواز اورېدل کيږي، په داسې حال کې چې پلټونکو د انجين يا ماشين خرابېدل رد کړي دي.

د مېتروجېت الوتکه، چې په سره سمندر کې د شرم الشيخ سيمې څخه د روسيې سن پېترسبورګ ښار ته په لاره وه، د يکشنبې په ورځ ولوېدله. په پېښه کې ۲۲۴ انسانان ووژل شول چې لوی شمېر يې روسي سيلانيان ول. د سينا ټاپو وزمه له کابو دوو کلونو راهيسې د يو اسلامپاله پاڅون سيمه ده، چې د ډېر شمېر مصري عسکرو او پوليسو په شمول پکې زیات شمېر انسانان وژل شوي دي.