1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د سر پرېکولو په برخه کي ماشومان روزي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ تیر ۳۰, سه‌شنبه

افراطي ډله «اسلامي دولت» په خپلو روزنیزو مرکزونو کې ماشومانو ته د سر پریکولو انځورونه او ویډیوگاني ښودل کیږي. د دې تر څنگ کوچنيانو ته ویل کیږي چې یوه ورځ به دوی هم بايد دغه شان کار وکړي.

https://p.dw.com/p/1G1ts
Symbolbild Kindersoldaten IS
انځور: picture-alliance/ZUMA Press/Medyan Dairieh

اسوشېتد پرس خبري آژانس د دغي افراطي ډلي د یوه روزنیز مرکز انځور په يوه راپور کي وړاندي کړی دی. د دغه خبري آژانس په حواله په دغه مرکز کې تر ۱۲۰ ډیر داسې هلکان شته چې دوی ناوکۍ په لاس کې ورکول کیږي چې سر يې پري کړي.

تیره اونۍ «اسلامي دولت» ډلې یوه داسي ویډیو خپره کړه چې یو ماشوم پکښې ښودل کيږي چې د یوه سوریايي عسکر سر پرې کوي. تیره میاشت یوه بله ویډیو هم خپره شوې وه چې پکښې ۲۵ هلکان پر سوریايي عسکرو د فيرونو کولو په حال کي ښوول کيږي.

د ترهگري ډلي «اسلامي دولت» له یوه مرکز څخه په تېښته بریالي شوي یوه ۱۴ کلن هلک ویلي دي چې پر درې واري پرله پسي کوښښ سربیره يې و نه شوای کولای چې له ناوکۍ څخه سر پري کړي: «بیا هغوی ماته وښود چې توره باید څنگه ونیسم او څنگه د ناوکۍ سر قلم کړم. هغو ماته وویل چې دا د یو کافر سر وو.»

Symbolbild Kindersoldaten IS
انځور: Karam Al-Masri/AFP/Getty Images

دغی ترهگري ډلي د عراق د شمالي برخو د نیولو پر مهال د ایزیدانو په سونو ماشومان وتښتول او اوس دغو ماشومانو ته دغه شان بې رحمانه روزنه ورکول کیږي.

د عراق د شمال يوه لويه سيمي اوس هم د دغې ترهگري ډلي په کنترول کې ده. دوی د دغي سيمي د نيولو پرمهال هلته ډېر نارينه ووژل او ښځي او نجوني يې د ځانو مينځي کړلې.

د دغو سیمو د نیولو پر مهال یې ایزیدي ماشومان په زوره د اسلام منلو ته مجبوره کړل او د خپلو تبلیغاتي فعالیتونو له پاره یې د هغوی د مغزو پریوولو او جهاد ته هڅولو کار پیل کړ.

اسوشېتد پرس خبري آژانس په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ترهگري ډلي تر کنترول لاندي سیمو له خلکو سره د مرکو پر بنسټ جوړ رپوټ کې ویلي دي چې دغه ترهگره ډله د یو نوي جهادي نسل د جوړولو تلاښ کوي.

د دغه خبري آژانس په حواله جهادیان دې موخې ته د رسیدو له پاره له سوغاتونو، گواښونو او مغز پریوللو له وسیلو څخه کار اخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب