1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

داعش د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د نیولو په هڅه کې

۱۳۹۵ آبان ۳, دوشنبه

د داعش غړو د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار پر پاس پچیر سیمې برید وکړ او له ځایي اوسیدونکو سره په جګړه کې ښکیل شول. د داعش جنګیالو په سیمه کې پرمختګ کړی چې له کبله یې یو شمیر ځایي اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/2RcqT
Afghanistan Truppen in Nengarhar näch Kämpfen mit dem IS
انځور: DW/O. Deedar

د داعش ډلې وسلوالو د تېرې پنجشنبې په ورځ څلور نیمې بجې د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ پر پاس پچیر سیمې تر برید وروسته، دغه ځای تر خپل کنترول لاندې راوستی دی.

اوس د پچیراګام ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا دولس کیلومتره وړاندې، د کوز پچیر سیمه د حکومتي ګډو ځواکونو او داعش وسلوالو تر منځ د جنګ لومړۍ کرښه ده.

اوس په دې سیمه کې دولتي ځواکونو عملیات پیل کړي دي.

Afghanistan Truppen in Nengarhar näch Kämpfen mit dem IS
د جګړې له کبله ډیر شمیر ځایي اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.انځور: DW/O. Deedar

د داعش تر ولکې لاندې سیمې، پاس پچیر اوسېدونکي وايي چې یادې ډلې یې د لسګونو کورونو د سوځولو تر څنګ لسګونه کسان وژلي او ډېر نور یې له ځانه سره د اسیرانو په توګه وړي، چې لا یې هم د مرګ او ژوند درک نه شته.

یو ځایي اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل: «موږ څه ګناه کړې. زموږ ګناه دا ده چې افغانان یا مسلمانان یو. تر هغې وخته داعش سره جګړه کوو چې بدن کې مو یوه قطره وینه وي. ملکي خلک ماشومان، مېرمنې، سپين ږیري او ښځې پکې لږېدلي. زموږ کسان ورسره دي. کورونه یې راسوځولي.»

یوه بل اوسیدونکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې وسلې ته لاس وړی دی، وویل: «ټوپک مې د دې له پاره راخستی چې داعش پسې راوتلي یو. زموږ کورونه سوځوي، پلرونه راوژني، یتیمان کوي مو، د همدې له پاره مو داعش پسې توپک راخستی.»

Afghanistan Truppen in Nengarhar näch Kämpfen mit dem IS
افغان امنیتي ځواکونو په سیمه کې د داعش پر ضد عملیات پیل کړي، خو د هوایي ملاتړ غوښتنه کوي.انځور: DW/O. Deedar

د دغو خلکو په باور د داعش ډلې ډېری غړي پاکستاني اورکزي دي.

له حکومت څخه د مرستې غوښتنه

د پچیراګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو یو قومندان او ځايي ملک تورخان، دویچه ویله ته وویل چې نزدې دوه کاله وړاندې یې د داعش خلاف پاڅون کړی خو حکومت ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې: «دوه کاله برابرېږي چې د داعش مقابله مو په خپله سرمایه وکړه. نور زموږ وس نه کېږي. له حکومته د مرستو غوښتنه کوو.»

دی وايي چې که حکومت د پچیراګام  په جګړه کې د دوی مرسته وکړي نو د داعش ډله به له هغه ځایه وتلو ته اړ کړي که نه، به خبره یې، دغه ډله کولای شي د پچیراګام له لارې نورو ولسوالیو ته هم ځان ورسوي.

د پچیراګام ولسوال میرباز خان ممتاز، د جنګ په لومړۍ کرښه کې له دویچه ویله سره د خبرو پر مهال وویل چې د دغې ولسوالۍ له پاس او لاندې پچیرونو څخه زرګونه کورنۍ وتلي: «هېڅ فامیل هم خپل کور کې نه دی پاتې. دلته چې تاسې یې وینئ ټول جنګیالي او پاڅون کوونکي دي. مېرمنې او ماشومان یې له سیمې تش لاس وتلي.»

ولسوال میرباز خان که څه هم په دغه جګړه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو د دغه ځای خلکو دویچه ویله ته وویل چې تر اویاو کسان له داعش سره په جګړه کې وژل شوي او نزدې څلوېښت نور ټپیان دي.

Afghanistan Truppen in Nengarhar näch Kämpfen mit dem IS
د جګړو ټولو اړخونو او ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.انځور: DW/O. Deedar

ولسوال ویلي دي چې د داعش وسلوالو د سیمې نزدې پنځه څلوېښت اوسېدونکي له ځانه سره یرغمل کړي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې اوس په سیمه کې د داعش پر ضد د افغان ګډو ځواکونو عملیات روان دي؛ خو ویې ویل چې له مرکز څخه یې د هوايي ځواک مرسته هم غوښتې. دغه ځایي چارواکي روښانه کړې ده چې په سیمه کې د هوایي ځواک له مرستې پرته په سیمه کې پرمختګ ستونزمن دی.

ځايي اوسیدونکي بیځایه شوې

له پچیراګام ولسوالۍ بې ځایه شوي کسان جلال آباد ته راغلي دي. خو په خبره یې ورسره تر اوسه پوری هیڅ ډول مرستې نه دي شوي.

یوه بیځایه شوي دویچه ویله ته وویل: «جامې، ډوډۍ اوهېڅ نه شته. په کورونو کې وګرځېدو خو چا هېڅ را نه کړل. دلته مو په ژړا شروع وکړه، د وړو مو یخ کېږي، کمپلې، څپلۍ او جامې یې نه شته.»

خو د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوږیاڼی، دویچه ویله ته وویل چې سلګونه کورنۍ له پچیراګامه راکډه شوي چې د کډوالو ریاست یو شمېر کورنیو سره مرسته هم کړې: «د حوادثو ادارې ته هم د مرستو لارښوونه شوې او موږ د سیمې سره په تماس کې یو. نورې مرستې به هم وشي.»

Afghanistan Truppen in Nengarhar näch Kämpfen mit dem IS
ځایي اوسیدونکي وایي چې د داعش پر ضد به تر وروستۍ شیبې جګړه وکړي.انځور: DW/O. Deedar

د خوږیاڼي په خبره، تر دې دمه په دغه جګړه کې له پنځوسو ډېر داعش وسلوال وژل شوي خو د وروستیو شمېرو په اړه یې مالومات ورنه کړل. هغه همدا راز وویل چې دغو نښتو کې پنځه پاڅون کوونکي او همدومره ملکي وګړي وژل شوي او نزدې څلوېښت کسه نور ټپیان دي.