1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د نوو سرحدونو گواښ رامنځ ته کړی دی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۳ مرداد ۶, دوشنبه

داعش د عراق او سوریې یو شمیر برخي په خپل کنترول کې لري. د دغي ډلي مشر ابوبکر البغدادي، غواړي چې اسلامي خلافت جوړ کړي. ایا د منځني ختیځ پوله به له سره وکښل شي؟

https://p.dw.com/p/1Ckp0
انځور: picture alliance/AP Photo

د عراق او شام اسلامي حکومت یا داعش ښايي ډیره ویره و نه لري. دغي ډلي په لومړي سر کې د سوریې له منځلارو پاڅونکوونکو سره جگړه کوله، خو اوس هغه د سوریې له پوځ سره هم په جگړه کې بوخته ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي ویلي دي چې د داعش جنگیالیو د سوریې په الزقه ښار کې د ولسمشر بشارالاسد له پوځ سره جگړه کړې ده چې په پایله کې یې ۸۵ سوریایي پوځیان وژل شوي دي. د ۲۰۰ نورو سوریایي عسکرو برخلیک لا تر اوسه پوري روښانه نه دی. په دغه نښته کې د داعش ۲۸ جنگیالي هم وژل شوي دي. خو ښايي چې داعش د خپل نفوذ د ډیرولو په موخه د دغه شان تلفاتو منلو ته چمتو وي.

اسلامي خلافت؟

په اردن کې د فریدریش نایمن آلماني بنسټ څخه فولکو والدې، وایي چې داعش غواړي د خپل نفوذ یو زون رامنځ ته کړي چې پیل یې د عراق او سوریې څخه کیږي. د دغه کارپوه په خبره دا یوازي لومړني اقدامات دي ځکه د هغه په اند داعش غواړي د اردن، لبنان، اسرائیل، فلیسطیني سیمو، شام او آن د ترکیې د شمالي سیمو په گډون نور هیوادونه هم تر خپل کنترول لاندي راولي.

داعش په دې وروستیو میاشتو کې د عراق او سوریې د ډیرو برخو کنترول په لاس کې لري او پکښي یې سخت او ظالمانه قوانین پلي کړي دي. د عراق په موصل ښار کې چې اوس د داعش تر کنترول لاندي دی که ښځې پټ حجاب نه وکړي نو سخته سزا ورکول کيږي.

د داعش مشر ابوبکر البغدادي، د جون میاشتې په پای کې اسلامي خلافت اعلان کړ. هغه خپل ځان د اسلام د پیغمبر حضرت محمد وارث بولي او ادعا کوي چې باید یو اسلامي امپراتوري جوړه کړي.

د البغدادي په شان افراطي اسلامپال د عراق، اردن، سورې او لبنان تر منځ پولې په رسمیت نه پیژني او ټینگار کوي چې دغه پوله تر لومړۍ نړیوالې جگړې وروسته د لویدیځو هیوادونو له خوا ایستل شوې ده. هغوی په دې سیمه کې د عثماني امپراتورۍ له منځه تلل اوس د اسلامي حکومتونو د ضعف اصلي لامل بولي.

ضعیفه حکومت

په عین حال کې د سوریې پوځ غواړي چې د داعش جنگیالي پر شا وتمبوي. هغوی تر څو اوونیو جگړو وروسته له دغي افراطي ډلې څخه د گازو یوه اډه بیرته ونیوله. د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وایي چې د داعش د دغي سیمې د نیولو پر مهال د سوریې د حکومت شاوخوا ۳۰۰ پلویان ووژل.

دا یوازي داعش نه دی چې غواړي د اسد حکومت راوپرځوي، بشارالاسد اوس هم چې د سوریې له جگړې څخه درې کاله تيريږي پر قدرت دی.

په گاونډي هیواد عراق کې بیا حکومت له یوه ناورین سره مخامخ دی. په دغه هیواد کې د شیعه او سني مسلمانانو تر منځ اختلافات تر بل هر وخت ډیر شوي دي. ډیر شمیر څارونکي، سیاستوال او پخپله عراقیان لومړي وزیر نوري المالکي د دغي وضع مسئول بولي.

د نړیوالو او امنیتي اړیکو له آلماني انستیتوت څخه والکر پیرتیس، له «دویچلند فونک» راډیو سره په مرکه کې وویل: «ډیر داسي سیکولار عراقیان شته چې خپل ځانونه د لومړي وزیر په پالیسي کې نه ویني. دغه پالیسي ډیري مذهبي ریښې لري او بیا ډیر شمیر داسي سنیان هم شته چې ډیر یې په لیریو پرتو سیمو کې ژوند کوي چې ځان د مالکي د حکومت له کبله په انزوا کي ویني.»

په عراقي ټولنه کې بې اتفاقي تر اوسه پوري د داعش په گټه تمامه شوې ده. پر دې سربیره د کردانو پاڅون هم داعش ته فایده رسولې ده.

له یوې خوا د داعش جگړې او له بلي خوا بیا د کردانو آزادي غوښتني په دې اړه پوښتني رامنځ ته کړي دي چې ایا په سیمه کې به اوسني سرحدونه ثابت پاته شي؟ داسي ښکاري چې د عراق، سوریې او لبنان حکومتونه به د خپلو حکومتونو د بشپړتیا په ساتنه کې کامیابه نه شي.