1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د پالمیرا معبد والوزاوه

۱۳۹۴ شهریور ۲, دوشنبه

افراطي ډلي «اسلامي دولت» د سوريې د پالميرا ښار هغه معبد هم الوزولی دئ، چي ډېر کلتوري ارزښت ئې لاره. دغه ډلي په عراق او سوريه کي ډېر کلتوري ميراثونه ويجاړ کړی دئ. د دوی له پاره ډېر کلتوري ميراثونه غير اسلامي گڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/1GKRK
انځور: Getty Images/AFP

په سوریه کي د انتیکو شیانو د مجموعو د مدیر مامون عبدالکریم په حواله د بالشمین معبد د ډیرو چاودیدونکو موادو په وسیله الوزول سوی دی. له بلي خوا په سوریه کي د بشري حقونو څارونکې ادارې هم د دغه معبد د ویجاړیدو خبر تائید کړی دی.

عبدالکریم زیاتوي چي د معبد ډېري برخي ویجاړي سوي او د دغی چاودنی په نتیجه کی د معبد تهداب او د عبادت له پاره داخلي برخه له منځه تللې ده. همدارنگه د معبد شاوخوا پايې هم نړېدلي دي. د عبدالکریم په حواله اوس نو هغه څه واقعاً تر سره سوه چی موږ یې په اړه ډېره اندېښنه لرله.

نور انتیک سپېڅلي ځایونه د تل له پاره له منځه ولاړل

د موزیمونو مشر دغه راز وايي چي د روان کال په جولای میاشت کی د اتینا په نامه د زمري مشهوره مجسمه له منځه ولاړه. د یوه محبس د محکمې په سالون کي د یوه موزیم بڼه بدله سوې ده. د انتیکو مجموعو مشر دا هم وايي چي د یوه پخواني تیاتر په ساحه کی اعدامونه سوي دي. د رسنیو په حواله په ځینو تاریخي ځایونو کي د داعش له خوا ماینونه هم ایښودل سوي دي.

د روان کال له می میاشتي راهيسي چي د پالمیرا ښار د «اسلامي دولت» ډلي په کنترول کي راغلی دی، د دغه ښار د هغو تاریخي ودانیو په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي چي د یونسکو له خوا د نړۍ د کلتوري ميراثونو په توگه پیژندل سوي دي.

د افراطي «اسلامي دولت» په نظر د مجسمو او معبدونو ساتنه کفر بلل کیږي او هغوی باید له منځه یووړل سي.

د صحرا د مرغلري په نوم د پالمیرا مشهور ښار د سوريې د پلازمېني دمشق په څه ناڅه ۲۲۰ کیلومترۍ کي شمالې برخي ته پروت دی.

د بالشمین معبد چي اوس د داعش له خوا ویجاړ سوی، تر مېلاد ۱۷ کاله وروسته جوړ سوی او په ۱۳۰ کال کي بیا د رومي امپراطور هادریان په وخت کي نور هم پراخ سو.

په سوریه کي تر داخلي جنگونو مخکي د بالشمین معبد د سوریې په مشهورو دیدني ځایونو کي شمیرل کیدی، چي ډېر سیلانیان به یې لیدو ته ورتلل.

د لرغون پیژندني د مشر جسد ته توهین

د پالمیرا ښار د لرغون پیژندني د مشر خالد ال اسد وحشیانه وژني په وروستیو اونیو کي په ټوله نړیوالۍ کي سخت غبرگونونه راپارولي دي.

له دغه ۸۲ کلن څخه لومړی سر پری سو او وروسته یې بیا جسد د پالمیرا په یوه ویجاړه کی ځوړند سوی وو. د هغه د یوه زوی په حواله د پلار جسد یې پوره یوه ورځ د لرگیو پر یوه میخ ځوړند وو. وروسته بیا د هغه جسد د داعش ډلي له خوا ټوټې ټوټې سوی دی.