1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش له ۳۵۰۰ ښځو او کوچنيانو د مينځو کار اخلي»

۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

ملگرو ملتونو په يوه راپور کي تروريستي ډله «اسلامي دولت» په جنگي او بشريت ضد جنايتونو محکومه کړې ده. دوی ويلي دي چي دغي ډلي ډېري ايزدۍ ښځي او ماشومان د مينځو په توگه نيولي دي.

https://p.dw.com/p/1HgL4
هغه ښځي چي له داعشه په تېښته بريالۍ سوي دي
انځور: Imago/ZUMA Press

د عراق په برخه کي د ملگرو ملتونو د مرسته رسولو ادارې او بشري حقونو عالی کميسارۍ په يوه گډ راپور کي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۱۹مه) اعلان کړی دئ چي تروريستي ډلي «اسلامي دولت» يوازي په عراق کي ۳۵۰۰ انسانان د مينځو په توگه ساتلي دي. د دوی ډېری ايزديان دي.

د ملگرو ملتونو دغه ۴۶ مخيز راپور د عيني شاهدانو او قربانيانو د خپلوانو د خبرو پر بنسټ جوړ سوی دئ. په دغه راپور کي د هغو کسانو د سترگو ليدلی هم راغلی دئ، چي له دغي تروريستي ډلي څخه په تېښته بريالي سوي دي.

د ايزديانو ټولني د استازو په خبره داعش د ۲۰۱۴م کال له لومړيو راهيسي په عراق کي تر ۵۵۰۰ زيات ايزديان يرغمل کړي دي. د يرغمل سوو کسانو ۲۵۰۰ تنه يا تښتېدلي يا آزاد سوي دي.

د داعش د جنايتونو څو بېلگې

د دغه راپور په يوه برخه کي د داعش د جنايتونو بېلگې هم ثبت سوي دي. د بېلگې په توگه د ۲۰۱۴م کال د جون مياشتي پر ۲۱ نېټه د عراق په موصل ښار کي له ۸۰۰ تر ۹۰۰ پوري هغه کوچنيان چي عمرونه ئې له ۹ تر ۱۵ کلونو پوري ول وتښتول سول او د داعش يوه کمپ ته ولېږدول سول. کوچنيانو ته ديني زده کړي ورکوي او هغه چي تر لس کلنۍ لوړ دي بايد په پوځي تمريناتو کي برخه واخلي.

تر دغي پيښي وروسته بيا ۴۲ ښځي تښتول کيږي او د مينځو په شان کار ځني اخيستل کيږي. د ملگرو ملتونو د راپور له مخي داعش هغه ښځي چي د مينځو په توگه نيولي دي له ۵۰۰ تر ۲۰۰۰ زرو ډالرو پوري «پلورلي» هم دي.

په دغه راپور کي راغلي دي، هغو ښځو چي د داعش له جنگياليو سره له جنسي اړيکو څخه انکار کړی دئ وژل سوي دي. د دغه شان کړنو يوه بېلگه د ۲۰۱۴م کال په لومړۍ مياشت کي د عراق په موصل ښار کي وه چي داعش ۱۹ ښځي اعدام کړې.

په سنجار سيمي کي موندل سوی ډله ايز قبر
په سنجار سيمي کي موندل سوی ډله ايز قبرانځور: Getty Images/J. Moore

ډله ايز قبرونه

په ياد راپور کي دغه راز راغلي دي، هغي سيمي چي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» په کنترول کي وې او وروسته حکومتي ځواکونو نیولي دي، ډله ايز قبرونه کشف سوي دي. د دغو قبرونو په يوه کي ئې ۳۷۷ جسدونه موندل سوي دي. په راپور کي ټينگار سوی دئ، چي د دغو قبرونو ځيني ئې د صدام حسين د واکمنۍ هم دي.

د ملگرو ملتونو دوو بنسټونو ويلي دي چي احتمالاً سړی ويلای سي چي دا به د نسل وژني جنايتونه وي. په دغه گډ راپور کي د عراق د پوځ او کردانو د پېشمرگه ملېشو کړني هم راغلي دي.

د ملگرو ملتونو په خبره د ۲۰۱۴م کاله له پيله بيا د ۲۰۱۵م کال تر اکتوبر مياشتي پوري په عراق کي ۱۸۸۰۰ انسانان وژل سوي او نژدې ۲۷۰۰۰ ټپيان سوي دي.

په ياد سوي وخت کي نژدې ۳ ميليونه انسانان په عراق کي له خپلو مېنو وتلو ته اړايستل سوي، چي تر يو ميليون ډېر ئې کوچنيان دي.