1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش هڅه کوي د مهاجرت مخه ونيسي

۱۳۹۴ آذر ۲۰, جمعه

هره ورځ له هغو سیمو څخه په زرونو انسانان تښتي، چي تروريستي ډلي «اسلامي دولت» خپله واکمني پر اعلان کړې ده. د افراطيانو له پاره دا یوه ستونزه ده چي خلک خلافت پریږدي، ځکه دا د هغوی له جهان بینۍ سره په ټکر کي ده.

https://p.dw.com/p/1HLlc
Symbolbild - Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د کوچني مهاجر ایلان یو عکس څو میاشتي مخکي نړۍ سره ولړزوله. کله چي هغه په ساحل کي وموندل سو، نو لومړی داسي تصور کیده چي هغه به بیده وي. خو هغه مړ وو.

په سپتمبر میاشت کي د هغه عکسونه د نړۍ په اکثرو ورځپاڼو او ټولنیزو شبکو کي چاپ سول. ځکه چي د دغه درې کلن هلک سرنوشت چي په مدیترانه کي د یونان پر لور د تیښتي پر مهال ډوب سو، د کډوالو د ډیرخراب حالت انځور بیاناوه.

د داعش تبلیغاتي ورځپاڼه

د اسلامی دولت ډلي انگلیسي ژبي ورځپاڼي «دابیق- Dabiq »هم د دغه هلک عکس په خپله انترنیټ پاڼه کي خپور کړی وو. خو د دې له پاره نه چي د مهاجرو خراب حالت ته پام واړول سي، بلکي هغوی له دغه عکس څخه د خپلو هدفونو له پاره استفاده وکړه. هغوی په ورځپاڼه کي ليکلي ول: «د اسلامي دولت د سیمو پریښولو خطرونه».

په همدې عنوان سره لیکوال کوښښ وکړ چي په ځینو مذهبي روایاتو سره دا په اثبات ورسوي چي حقیقي مسلمانان باید اسلامي دولت ته شا نه ور واړوي او نه هم ځنې وتښتي. هغه همداسي لیکلي دي چي په لویدیځو هيوادونو کي هغوی ته څشي انتظار باسي: الکهول، نشه يي مواد او له اسلام څخه اوښتل.

تر ټولو دمخه لیکوال دې ته اشاره کړې ده ،چي د سوریې او لیبیا کډوال د خپلو اولادونو ژوند داسي په خطر کي اچوي، لکه د دغه کوچني ژوند. داسي یو حالت چي داعش یې پخوا تصور نه ؤ کړی. د هغوی په گومان باید اسلامي خلافت د نړۍ د ټولو مسلمانانو د جاذبې او ورتگ مرکز وای، نه داسي یو ځای چي خلک یې هڅه کوي، هر څومره ژر چي ممکنه وي ځني وتښتي.

پر «غلطه خوا» تېښته

یورگن تودن هوفر لیکي چي «تیښته فقط یوې خوا ته کیږي». د جرمني د مسيحي ديموکراتانو ګوند د پارلمان پخوانی وکیل او لیکوال تودن هوفر تیرکال لس ورځي له اسلامي دولت سره تیري کړې او په هغه اړه یې یو کتاب هم لیکلی دی. هغه بیا لیکي:«په سوريه کي هیڅوک د اسد رژیم له ساحې څخه داعش سیمو ته نه راتښتي، بلکي برعکس له هغوی څخه ورتښتي.» یعنی د اسد د واکمنۍ پر لور.

نه يوازي په سوريه، بلکي په عراق کي هم په ميليونو انسانان له داعشه په تېښته دي
نه يوازي په سوريه، بلکي په عراق کي هم په ميليونو انسانان له داعشه په تېښته ديانځور: Getty Images/AFP/S. Hamed

خو د داعش په نظر دا غلط خوا ده. هغوی د«دابق» ورځپاڼي په دوه پانيز مضمون کي لیکي دي چي «مسلمانان اجازه لري، یوازي اسلامي خلافت» ته ورسي او هلته ژوند وکړي، خو نه له هغه څخه علویانو، شعیه گانو، کردي یاغیانو یا اروپا او امریکا ته ولاړ سي. د دوی په نظر په دغو ځایونو کي «کافران» حکومتکوي. لیکوال چي خپل نوم نه معرفي کوي، همدارنگه لیکي چي «څوک چي د اسلامي دولت سیمي په خپله خوښه پریږدي، ډیر یو خطرناکه عمل او گناه ده.»

په ميلیونونو مهاجر

داچي څو ميلیونه انسانان د تروريستي ډلي اسلامي دولت تر واکمنۍ لاندي سیمو څخه تښتیدلي دي، معلومه نه ده. خو د ملګرو ملتو د کډوالو چارو ادارې په حواله یوازي د سوريې په دننه کي اته ميلیونه انسانان د تیښتي په حال کي دي. نورو څلورو ميلیونو کسانو همسایه هيوادونو ته پناه وړې ده.

تودن هوفر بیا لیکي: «داحقیقت چي داسي کډوال سته چي نه یوازي د سوريې د حکومت سیمو ته ورتښتي، بلکي له هیواد څخه تښتي، د اسلامي دولت افراطيانو له پاره یوه لوی ناورین او په عین حال کي د شرم ځای دی.»

تودن هوفر ليکلي، ځکه نو نه یوازي په سوريې، بلکي عراق کي هم د هغوی حاکمیت تر پوښتني لاندي دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب