1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش يو بل دوزره کلن لرغونی معبد الوزولی

۱۳۹۴ شهریور ۹, دوشنبه

افراطي ډلي «اسلامي دولت» د پالميرا تاريخي ښار دوهم لرغونی معبد هم والوزاوه. دوه زره کلن «بل» معبد د منځي ختيځ يو له ډېرو مهمو لرغونو آثارو څخه وو. تر دې دمخه د «بعل» معبد د ويجاړولو انځورونو خپاره سوي ول.

https://p.dw.com/p/1GOKN
انځور: by-sa-Longbow4u

عيني شاهدان وايي چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» د يکشنبې په ورځ د «بل» معبد الوزولی او سخت تاوان ئې ور رسولی دئ.

فرانسې خبري آژانس د پالميرا ښار د يوه اوسېدونکي له قوله ليکلي دي: «معبد په بشپړه توگه ويران سوی دئ. پايي او ډبري ئې پر مځکه رالوېدلي دي.»

په لندن کي مېشت د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان هم د معبد د ويجاړولو خبر تائيد کړی دئ.

بل يو د شام له خدايانو څخه وو او دغه معبد چي د يکشنبې په ورځ په چاودېدونکو موادو الوزول سوی دئ، تر مېلاد ۳۲ کاله دمخه جوړ او هغه ته سپارل سوی وو.

د دغه معبد تر جوړيدو ۲۰۰ کاله وروسته د هغه دباندنۍ برخي ته پراختيا ورکړل سوې. بل په پالميرا ښار کي د ۴ هکټاره مځکي په لرلو سره تر ټولو لرغونی ځای وو.

د بل معبد د ويجاړولو خبر يوازي څو ورځي له هغه وروسته خپريږي چي دغي افراطي ډلي (اسلامي دولت) د لرغوني ښار پالميرا د «بعل» معبد د الوزولو انځورونه خپاره کړل.

بعل هم دوه زره کلن معبد وو چي څو ورځي وړاندي په دغه شان چاودېدونکو موادو سره والوزول سو. پالميرا ښار د ملگرو ملتونو د يونسکو سازمان د نړيوالو فرهنگي ميراثونو په ليست کي وو.

پالميرا لرغونی ښار، په سوريه کي تر کورنۍ جگړې دمخه د سيلانيانو تر ټولو د خوښي ځای وو. دغه ښار ته هر کال په زرونو سېلانيان ورتلل.