1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برید کوونکي په خونه کې د داعش بیرغ موندل شوی

آژانسونه۱۳۹۵ تیر ۲۹, سه‌شنبه

افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش ته نزدې یوه خبري آژانس په وینا وورڅبورگ کې په اورگاډي کې برید کوونکی د داعش جنگیالی وو. یوه ۱۷ کلن افغان مهاجر تیره شپه د تبر او چړې په برید سره څو تنه ټپیان کړل. برید کوونکی پولیسو وژلی.

https://p.dw.com/p/1JRCB
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand
افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د آلمان په وورڅبورگ ښار کې د اورگاډي پر سپرلیو باندې په برید کې د لاس لرلو ادعا کړې ده. داعش د عماق په نوم د خپل خبري آژانس له لارې اعلان کړی دی چې دغه برید د دوی د «جنگیالي» له لوري تر سره شوی دی. په وورڅبورگ کې په یوه اورگاډي کې د تبر او چړې په دغه برید کې پنځه تنه ټبیان شوي دي چې د دوو تنو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی. د وورڅبورگ د پولیسو په وینا نور ۱۴ تنه چې په ریل کې وو روغ رمټ دي، خو تر شوک لاندې دي.
خو د بایرن د کورنیو چارو ایالتي وزیر یو آخیم هېرمن ویلي دي چې د بایرن ایالت تحقیق کوونکو تر اوسه د وورڅبورگ د برید کوونکي او د افراطي ډلې اسلامي دولت یا داعش تر منځ د اړیکو په هکله هیڅ رنگه نخښې نښانې نه دي موندلي. هېرمن په مونشن کې د خبریالانو پر وړاندې وویل چې د پیښې په ځای کې داسې هیڅ رنگه شواهد نه دي موندل شوي چې په دغه اړیکه دلالت وکړي. د هغه په خبره آلماني چاوراکو دا معلومات تر لاسه کړي دي چې د دغې حملې مسوولیت داعش پر غاړه اخیتسی دی.

تر دې د مخه د ZDF او ARD تلویزونې شبکې په سهارني پروگرام کې د بایرن د کورنیو چارو ایالتي وزیر يوآخیم هېرمن ویلي ول چې د دغه ۱۷ کلن ځوان په خونه کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش بیرغ موندل شوی چې په خپل لاس رسامي شوی دی. د هغه په خبره اوس باید دا خبره وڅیړل شي چې احتمالا نوموړی په خپل سر افراطي شوی. همداشان اوس مهال د مهاجرو هغه کمپ د چاپیریال چې دی په کې اوسیدلې او د هغه د کوربه کورنۍ څخه پوښتنې کیږي.

ځانگړې کوماندو برید کوونکی ویشتلی دی

د وورڅبورگ ښار په هایدینگزفېلد، سیمه کې دغه اورگاډي د یوه مسافر له لوري د بیړني بریک سیستم په واسطه درول شوی دی. د هېرمن په خبره نوموړی کس له تبر او چړې سره تښتیدلی او دغه ځای ته څیرمه ځانگړې کوماندو چې په یوه بل ماموریت بوخته له لوري تعقیب شو. زیاته شوې ده چې د تيښتې پر مهال د برید کوونکي له لوري پر امنیتي ځواکونو باندې د برید وروسته هغه د پولیسو له لوري وژل شوی دی. دغه اورگاډی له ترویشتلنگ څخه د وورڅبورگ پر لور روان وو. د یوه وخت له پاره دغه مسیر په بشپړ ډول تړل شوی وو.
Schwerverletzte bei Attacke in Zug bei Würzburg
انځور: picture-alliance/dpa/K.-J. Hildenbrand

د ټپیانو هویت څرگند شوی

د رپوټونو له مخې څلور ټپیان له هانگ هیواد سره تړاو لري. دغه خبره د هانگ د حکومت مشر لیونگ چن ینگ، تائید کړی دي. هغه دغه برید غندلی دی او د برید له قربانیانو او د هغو له کورنیو سره یې خواشیني څرگنده کړې ده. په برلین کې د هانگ د اقتصادي نمایندگۍ استازې روغتون ته د ټپیانو د پوښتنې له پاره ورغلي دي.

تر دې د مخه د آلمان د وورڅبورگ د پولیسو او څارنوالۍ د وینا له مخې په دغه برید کې څلور تنه ډیر سخت او یو تن په سطحي توگه ټپیان شوي دي. مخکې تر دې د درو تنو د ټپي کیدو خبره شوی وه.

د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هیرمن، وویل چې د لومړیو معلوماتو له مخې دغه ۱۷ کلن هلک د افغانستان تبع وو چې زیر سن او پرته د کورنۍ له نورو غړو څخه آلمان ته مهاجر شوی وو. دغه کم عمره افغان مهاجر د یوې مودې راهیسې د آلمان وورڅبورگ په ساحه کې او په دې روستیو کې له یوې کوربه آلمانۍ کورنۍ سره اوسیده.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر یوآخیم هیرمن، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دغه برید خو به کوم احتمالي اسلامي تندلارتوب پس منظر و نه لري، ته په ځواب کې وویل چې په دې هکله څیړنې کیږي. د آلمان په مونشن ښار کې د اړونده ایالت د کورنیو چارو وزارت ویاند په حواله بریدگر د برید پر مهال د «الله اکبر» غږ کړی وو.