1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په افغانستان کي ـ د يورو آسيا مهمه موضوع

آژانسونه۱۳۹۴ تیر ۱۵, دوشنبه

د چين ولسمشر شي جينپينګ، روسی ولسمشر ولاديمير پوتين او نو يورو آسيايي اتحاديې د ټولني نور مشران به په خپله غونډه کي په افغانستان کي د داعش پر خطر خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/1FtT8
انځور: Reuters/A. Zemlianichenko

چينايي چارواکو ويلي چي د پنجشنبې او جمعې په ورځ به د روسيې په اوفا ښار کي د يورو آسيايي هيوادونو د امنيتي سرمشريزي مهمه موضوع په افغانستان کي د داعش ګواښ وي. په دغه سرمشريزه کي د يادي اتحاديې د غړو هيوادونو چين، روسيې، قزاقستان، قرقزستان، تاجکستان او ازبکستان مشران برخه اخلي.

د يور آسيا د غونډي وروسته به د BRICS ډلې غونډه تر سره سي. د رابرسېره کېدو په حال کي د اقتصادي قوتونو د يادي ډلې غړي برازيل، روسيه، هند، چين او سويلي افريقا دي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال چېن ګوپينګ و خبريالانو ته ويلي چي «په افغانستان کي د اسلامي دولت د رابرسېره کېدو له کبله دغه هيواد د سختي امنيتي وضعې سره مخامخ دی.»

نوموړي وويل چي د يورو آسيا په غونډه کي ګډون کونکي مشران به په افغانستان کي د داعش پر موضوع « ژوري خبري اتري وکړي.» د نوموړي په وينا دغه مشران به په افغانستان کي د داعش د فعاليتونو په وړاندي د خپل غبرګون په تړاو هم سلامشورې سره وکړي.

چين چي د افغانستان سره پوله لري او په دغه هيواد کي تجارتي فعاليتونه پر مخ بيايي، ويره لري چي و پولې ته يې د افغانستان څخه اسلامپاله توندلاريتوب سرايت ونه کړي. چين په دغه موضوع کي ډېر حساس دی. د چين ختيځه سيمه شينجيانګ د افغانستان سره نژدې پروت دی او پکښي د اويغورو مسلمانانو اکثريت دی.

په عيني حال کي د افغانستان وسله وال طالبان په دې لټه کي دي چي د داعش سره د خپلو جنګياليو د احتمالي يوځای کېدو مخه ونيسي. دا د هغه وروسته چي د طالبانو يو شمېر وسله وال د داعش د ډلې سره يوځای سول.

د افغانستان وسله والو طالبانو تېره مياشت د داعش پر ادرس يو ليک خپور کړ چي پکښي داعش ته يې خبرداری ورکړی ؤ چي په افغانستان کي د لوېديځ ضد جګړه پر بيلو ډلو ونه ويشي. دا د هغه وروسته چي د يادو دواړو ډلو تر منځ د وسله والو نښتو خبرونه ورکول سوه.

افغانستان، پاکستان، هند، ايران او منګولستان د يورو آسيايي هيوادونو په اتحاديه کي د څارونکو غړو حيثيت لري. د يادي اتحاديې راتلونکې سرمشريزه به په دغه اتحاديه کي د پاکستان او هند د بشپړه غړي کېدو په مراسمو پېل سي. د دغو دواړو هيوادونو بشپړه غړيتوب تېر کال منل سوی ؤ.