1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په افغانستان کې کمزوری، خو ستراتیژیک ګواښ دی

۱۳۹۴ اسفند ۲۱, جمعه

یوه امریکایي جنرال د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې ترهگره ډله «اسلامي دولت» نه ده توانیدلي چې په افغاستان کې د پام وړ پرمختګ وکړي، او غړي یې د دغه هیوادې په یوه وړه سیمه کې راټولیدو ته اړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IBUD
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

داعش په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ختیځه برخه کې خپل فعالیتونه ډیر کړل. خو په افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو ویاند جنرال ویلسن شوفنر، وايي چې د داعش ډله د افغانستان له ۴۰۴ ولسوالیو څخه په یوه کې راټولیدو ته اړ شوي دي.

شوفنر د تیلفون له لاري خبریالانو ته ویلي دي چې دغه ولسوالي په ننګرهار ولایت کې له پاکستان سره پر پوله پرته ده.

تېرکال کارپوهانو اټکل کاوه چې د ننګرهار په شپږو او یا هم اوو ولسوالیو کې د ۱۰۰۰ او ۳۰۰۰ ترمنځ د داعش جنګیالي حضور لري.

خو دغه امریکایي جنرال ویلي دي چې اوس کیدای شي په ننګرهار ولایت کې د داعش جنګیالیو شمیر تر پخوانیو اټکلونو لږ وي.

شوفنر ویلي دي: «د داعش د دغو جنګیالیو په ډله کې ډیر هغه پاکستاني طالبان دي چې اوس له دې ډلې سره یوځای شوي دي.»

د دغه امریکایي چارواکي په حواله له داعش سره یوځای شوي پاکستاني طالبان هغه کسان دي چې په وروستیو وختونو کې د پاکستان د پوځي عملیاتونو په پایله کې د خپلو سیمو پریښودو او افغانستان ته اوښتو ته اړ شوي دي.

د شوفنر په خبره، داعش له افغان طالبانو سره ایدیالوژیک نژدیوالی نه لري. هغه زیاته کړې ده: «داعش په ننګرهار ولایت کې ډیر ویروونکي کارونه کړي دي چې د خلکو په منځ کې ښه نوم نه لاره. همدې موضوع په افغانستان کې د هغوی ملاتړ ډیر کم کړی دی.»

خو پر دې ټولو سربیره شوفنر ویلي دي چې داعش اوس هم په افغانستان کې یو ستراتیژیک ګواښ دی.

په وروستیو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو د امریکا متحدو ایالاتو د هوايي ملاتړ په مرسته په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد پراخ عملیات وکړل. د روان کال په جنوري میاشت کې سپیني ماڼۍ په افغانستان کې خپلو میشتو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د داعش جنګیالي په نخښه کړي.

جنرال شوفنر ویلي دي چې تر دې وروسته امریکایي ځواکونو پر داعش باندي په خپلو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی دی.