1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په برلين کي د بريد مسئوليت پرغاړه اخيستی

۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د تروريستي ډلي «اسلامی دولت» يا داعش خبري آژانش «اعماق» ويلي دي چي په برلين کي د کريسمس پر بازار د لارۍ موټر يرغل دوی کړی دئ.

https://p.dw.com/p/2Ucrf
Deutschland Anschlag mit LKW auf Weihnachtsmarkt in Berlin
انځور: Reuters/F. Bensch

د داعش خبري آژانس «اعماق» د انترنيت له لاري يو داسي خبر خپور کړی دئ چي په برلين کي د کريسمس پر بازار يرغل کوونکی «د اسلامي دولت عسکر وو». دغه خبر تر اوسه پوري لا ارزول سوی نه دئ.

خو دغه خبر هم د هغو کانالونو له خوا خپور سوی دئ، چي اکثره وخت د داعش په اړه خبرونه خپروي. او د خبر شکل هم د افراطيانو مخکنيو څرکندونو ته ورته دئ.

ويل سوي دي چي دغه عمليات د هغو حکومتونو د وگړو پرضد سوي چي په نړيوال ائتلاف کي ونډه لري.

د جرمني امنيتي چارواکو تر دې دمخه داسي اټکل کاوه چي په برلين کي د کريسمس پر يوه بازار بريد يو اسلاميستي شاليد لري. د جرمني لوی څارنوال پيتر فرانک، ويلي ول چي د مجرم کړنه او د کريسمس بازار هدف کرځول، کيدای سي سړی په افراطي بريدونو کي وگڼي.

د جرمني صدراعظمي انگلا ميرکل پر انسانانو باندي د لارۍ موټر تر خونړي بريد وروسته د يوه تروريستي بريد خبره وکړه: «د تراوسه معلوماتو له مخي داسي ښکاري چي دا دي يو تروريستي يرغل وي».

د دوشنبې په ماښام د جرمني په پلازمېنه برلين کي د کريسمس پر يوه بازار يو لارۍ موټر ورځغلول سوی ۱۲ کسان ئې ووژل او نژدې ۵۰ نور ئې ټپيان کړل.

د دغه پيښي په تور يو کس چي په لومړي سر کي ويل کېدل يو افغان يا پاکستان مهاجر دئ ونيول سو. دغه کس بيا وروسته پاکستانی وښول سو او په اړه ئې څېړني پيل سوې.

تر پيښي نژدې ۲۴ ساعته وروسته د جرمني امنيتي چارواکو اعلان وکړ چي تورن کس ئې بيرته آزاد کړی دئ، ځکه پر هغه باندي د پيښي په تړاو هيڅ نه دي موندل سوي.