1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په فلوجه کې هم د شا تګ په حال کې دی

آژانسونه / ب. ص.۱۳۹۵ خرداد ۱۶, یکشنبه

پر «اسلامي دولت» ډلې یا داعش ترهګرو ملیشو باندې په سوریه او عراق کې فشار مخ پر زیاتیدو دی. په بغداد کې ویل شوي چې زورپالي د فلوجه له شا او خوا سیمو څخه شړل شوي دي. په عین حال کې د سوریې پوځ هم رقه ښار ته داخل شوی.

https://p.dw.com/p/1J0l6
انځور: Reuters/A. Al-Marjani
عراقي پوځ توانیدلی د فلوجه ښار شمال لویدیځ ته پرته سیمه صقلاویه بیرته ونیسي. د پوځي ویاند په حواله د امریکا په مشرتوب ائتلاف د هوايي بریدونو په مرسته عراقي امنیتي ځواکونو د فلوجه سره نزدې دغه سیمې څخه د «اسلامي دولت» جنګیالي شړلي دي. په دې ترڅ کې د لږ تر لږه اووه تنو جهادستانو د وژل کیدو خبرونه ورکړل شوي خو د عراقي اړخ د تلفاتو په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.

د انبار د سیمې له پاره اړوندې حکومتي جرګه ګۍ د څرګندونو په حواله یوازې په صقلاویه سیمه کې کابو ۱۰۰۰ کورنۍ د داعش د ترهګرو څخه آزادې کړل شوي دي. د عراق حکومت ویلي چې حکومتي ځواکونه اوس ډير په احتیاط سره سره مخکې ځي څو په ښار کې بندو پاتو ملکي وګړو ته زیات زیان ونه رسیږي.

د عراق پوځ تیره میاشت د فلوجه د بیرته نیولو په موخه ستر عملیات پيل کړي ول. د بغداد څخه د ۷۰ کیلومترو په واټن کې پروت دا ښار د ۲۰۱۴م کال د جنورۍ میاشت راهیسې د «اسلامي دولت» ډلې په ولکه کې دی او د موصل وروسته د داعش سني ملیشو دویم مهم سنګر دی. په دې تیرو میاشتو کې د عراق په لویدیځ کې یو لړ مهم ښارونو چې د رمادي ښار هم پکښې شامل دی، د دغه ډلې له لاسو وتلي دي.

د سوریې پوځ په رقه کې پرمختګ کړی

فلوجه ښار ته د عراقي پوځ له نژدې کیدو سره سم د داعش ملیشو ښايي په ګاونډي هیواد سوریه کې هم سیمې له لاسه ورکړي وي. د سوریې اپوزیسیون ته نزدې د بشري حقونو د څار ټولنې د معلوماتو پر اساس د سوريي امنیتي ځواکونه د رقه ایالت مرکز ته چې هغه هم رقه نومیږي، داخل شوي دي. له سوریې پوځ سره د روسیې هوايي ځواک مرسته کوي. د ۲۰۱۴م کال د اګست راهیسې دا لومړی ځل دی چې د بشار الاسد پوځونه بیرته رقه ته ننوتي دي. خو د سوریې پوځ له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي. په دولتي رسنیو کې هم په دې ښار کې د جګړې یا پرمختګ په هلکه معلومات نه دي شریک شوي. رقه په سوریه کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې غیر رسمي پلازمینه بلل کیږي.

د امریکا په مشرتوب نړیوال ائتلاف یو قوماندان استرلیايي برید جنرال راجر نوبل، اټکل کوي چې زور پالو ملیشو د هغه سیمو چې د دوي په ولکې وې، دمګړۍ ۴۵ سلنه بیره له لاسه ورکړي دي.