1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په لیبیا کې تر فشار لاندې ده

آزانسونه۱۳۹۵ خرداد ۲۰, پنجشنبه

په عراق کې لا تر مخه افراطي ډله «اسلامي دولت» یا داعش د پر شاتگ په حالت کې ده. اوس له لېبیا څخه هم پر داعش باندې د پوځي برلاس توب رپوټونه ورکول کیږي. دا په طرابلس کې د حکومت له پاره یو پرمختگ گڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/1J3Qj
انځور: picture alliance/abaca/H. Turkia

د طرابلس د نوي مشرتابه د معلوماتو له مخې د لېبیا د ملي یووالي حکومت ځواکونو په سرت کې چې د داعش پوځ سنگر گڼل کیږي، پرمختگ کړی دی. د ملي یووالي د حکومت یوه پوځي ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د حکومت متحدې ملېشې د ښار ځینو ناحیو ته ننوتي دي.

سرت د داعش د لېبیا د څانگې مرکز گڼل کیږي. د الوسط په نوم انټرنیټي پاڼې د پوځ له قوله د سختو نښتو رپوټ ورکړی دی. د اوونۍ په پېل کې لا طرابلس اعلان کړی وو چې پوځي قطعات د دغه ساحلي ښار څخه یوازې څو کیلومتره وړاندې دي.

په زرونو تندلاري

دیپلوماتان داسې اټکل کوي چې په سرت او چار چاپیره سیمه کې ښایي په زرونو تندلارې وي. د داعش د لېبیا څانگه د تندلارو جهادیانو تر ټولو پیاوړی بهرنۍ سنگر او د عراق او سوریې څخه د ورغلو جهادیانو د راټولیدو ټاټوبی انگیرل کیږي.

په لېبیا کې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب رامنځ ته شوی د ملي یووالي حکومت باید په دغه هیواد کې د دوو سیالو پارلمانونو ځای ناستی شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب