1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

داعش په ننګرهار کې د امریکایي سرتیري د وژنې پړه ومنله

۱۳۹۵ مهر ۱۴, چهارشنبه

د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې د چهارشنبې په ورځ په افغانستان د یوه امریکایي سرتیري د وژنې مسوولیت ادعا وکړه. دغه خبر د دې ډلې په رسنی اعماق کې راغلی دی.

https://p.dw.com/p/2QtKL
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

دغه امریکایي سرتیری د سه شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې په لاس جوړو شوو د چاودیدونکو موادو په واسطه ووژل شو. د امریکا متحده ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه امریکایي سرتیري د داعش ډلې پر وړاندې عملیاتو کې بوخت وو.

د داعش ډلې په دې پیښه کې د درو افغان سرتیرو د وژل کیدو خبره هم کړې ده.

داعش په وروستیو وختونو کې په افغانستان او پاکستان کې له نورو یاغي ډلو څخه بیل شوي جنګیالي جذب کړي دي. دغه ډله توانیدلې ده چې په ننګرهار ولایت کې ځینې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي. خو دغه ډله د سوریې او عراق په څیر په افغانستان کې د ډیرو سیمو په نیولو او د هغوی په ساتلو نه ده توانیدلې او حضور یې تر ډیره بریده پورې د ننګرهار ولایت ځینو ولسوالیو ته محدود دی.