1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش په هرات کې د برید مسئوليت پر غاړه واخيست

۱۳۹۶ مرداد ۱۱, چهارشنبه

داعش (اسلامي دولت) ترهګري ډلي په هرات کې د سه شنبې ورځ د برید مسئوليت پر غاړه اخيستی. په دغه برید کې چې د شعیه مسلمانانو په یوه مسجد کې وشو، ۲۹ کسان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/2hZX2
Afghanistan Anschlag auf Moschee in Herat
انځور: DW/S. Tanha

داعش د چهارشنبې په ورځ د خپل رسمي آژانس «اعماق» له لاري په هرات کې د سه شنبې په ماښام د ځانمرګي برید مسئوليت پر غاړه اخیستی دی.

په دې آژانس کې په یوه خپاره شوي مطلب کې راغلي دي: «په دې برید کې شاوخوا۵۰ شعیه [مسلمانان] وژل شوي او۸۰ تنه نور ټپیان دي. برید تیره ورځ [سه شنبه] په لویدیځ ولایت هرات کې پر یوه حسینیه باندي ترسره شوی.»

داعش ډیر وخت په خپلو بریدونکو کې د ډیرو تلفاتو اړولو ادعا کوي. د افغان حکومت رسمي شمیري ښيي چې په هرات ښار کي برید ۲۹ کسان وژلي او ۶۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي.