1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په يوه کال کي تر ۳۰۰۰ زيات انسانان اعدام کړي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۸, دوشنبه

د سوريې د بشري حقونو فعالانو په خبره، د افراطي ډلي «اسلامي دولت» تروريستانو د ۲۰۱۴م کال له جون مياشتي راهيسي چي ئې «خلافت» اعلان کړی په سوريه کي تر ۳۰۰۰ زيات انسانان اعدام کړي دي.

https://p.dw.com/p/1Fom4
انځور: picture-alliance/Balkis Press

د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون ۲۸مه) اعلان وکړ چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) د «خلافت» له اعلان راهيسي يوازي په سوريه کي تر ۳۰۰۰ زیات انسانان اعدام کړي دي.

دغه سازمان چي مقر ئې په لندن کي دئ، ويلي دي چي د داعش په لاس د اعدام سوو انسانانو ډېره برخه ملکيان دي.

دغه سازمان د ۲۰۱۴م کال د جون مياشتي له ۲۹ نېټې راهيسي تر اوسه پوري په ټوله ييزه توگه ۳۰۲۷ اعدامه ثبت کړي دي. د اعدام سوو کسانو ۷۸۷ ئې ملکيان ول. دغه راز په ملکيانو کي ۷۴ کوچنيان هم اعدام سوي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان خپل معلومات په دغه هيواد کي د ډاکټرانو له ټولنو، فعالانو او غير پوځي مبارزانو څخه تر لاسه کوي. هغه معلومات چي دغه سازمان خپروي ډېره ستونزمنه ده چي د يوې خپلواکي سرچينې له خوا و ارزول سي.

د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان په خبره د اعدام سوو ملکي کسانو نيمايي ئې په «شيطاط» سني قبيلې پوري اړه لري. داعش په ۲۰۱۴م کال په «دير الزور» ولايت کي د شيطاط قبيلې نزدې ۹۳۰ غړي اعدام کړل. دغي قبيلې د داعش اطاعت و نه کړ او د هغوی پر وړاندي ئې مقاومت وکړ.

د سوريې د عسکرو او جنگياليو اعدام

د هغو شمېرو له مخي چي د سوريې د بشري حقونو د څارني سازمان خپرې کړي دي، په کوباني ښار کي چي د داعش له خوا ۲۲۳ انسانان ووژل سول هم له پام نه دي غورځول سوي. داعش د ۲۰۱۵م کال په جنوري مياشت کي تلاښ وکړ چي کوباني ښار ونيسي.

د دغه سازمان په خبره داعش دغه راز ۲۱۶ کسان چي د کردي ملېشې پلويان ول هم اعدام کړي دي. ويل کيږي چي داعش د سوريې ۹۰۰ عسکر هم وژلي دي.

د روان مېلادي کال په مارچ مياشت کي هم د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي ول، چي افراطي ډلي «اسلامي دولت» د ۲۰۱۴م کال له جون مياشتي راهيسي په عراق او سوريه کي تر ۲۰۰۰ ډېر اسيران وژلي دي.