1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش ښایي په "نزدې راتلونکې کې" په اروپا کې بریدونه وکړي»

۱۳۹۵ آذر ۱۲, جمعه

یورو پول ویلي دي چې د افراطي ډلي "اسلامي دولت" په اروپا کې په سونو کسان ترهګریزو بریدونو ته چمتو کړي دي. دغه ډله ښايي پر اسانه اهدافو باندي بریدونه وکړي او د خلکو په منځ کې ویره رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/2Tctp
Niederlande Den Haag Europol Zentrale
انځور: Imago/CHROMORANGE

یورو پول د جمعې په ورځ په یوه رپوټ کې ویلي دي چې افراطي له "اسلامي دولت" ښايي په "نږدې راتلونکې" کې په اروپايي ټولنه کې بریدونه وکړي.

د اروپايي ټولني د پولیسو دغې ادارې ویلي دي چې دغه سني افراطي ډله پر اسانه او سختو اهدافو باندي د بریدونو کولو "وړتیا او نیت" لري، په ځانګړې توګه په هغو هیوادونو کې چې د داعش پر ضد ائتلاف کې شامل دي.

په روپوټ کې فرانسې، بلجیم، آلمان، هالند او بریتانیا ته په اشارې سره ویل شوي دي: «د اروپايي ټولنې هغه غړي هیوادونه چې د داعش پر ضد ایتلاف کې یې ګډون کړی دی د دغې ډلې له خوا د مشروع اهدافو په توګه تر برید لاندې راځي.»

په رپوټ کې ګواښ شوی دی چې په عراق او سوریې کې د افراطي ډلي اسلامي دولت له ماتې سره، د دې ډلې بهرني جنګیالي کیدای شي بیرته اروپا ته ستانه شي او په دې ځای کې اوږد مهاله ګواښ رامنځ ته کړي.

د یوروپول په رپوټ کې راغلي دي: «د ځينو استخباراتي سازمانونو اټکلونه ښيي چې همدا اوس کیدای شي په لسونو داسې کسان چې د اسلامي دولت له خوا ورته لارښوونه کیږي په اروپا کې وي او د دې وړتیا ولري چې ترهګر بریدونه وکړي.»

دې ادارې همداراز ګواښ کړی دی چې ترهګري ډلي او پخپل سر عمل کوونکي بریدګر کیدای شي په عراق او سوريه کې له تقویه شویو تکتیکونو په اروپا کې په بریدونو کولو کي وکاروي. په دغو تکتیکونو کې د موټر بمونو، تیغ لرونکو او اوتوماتو وسلو کارونه شامله وي.

د یوروپول په خبره اسلامي دولت (داعش) ښايي د پوځ او پولیسو د اډو پر ځای پر اسانه اهدافو باندي بریدونه وکړي.

په رپوټ کې راغلي دي: «د بلااستثنأ بریدونو ترسره کولو پر عامو خلکو باندي ډیره قوي اغیزه کوي. همدا د ترهګرۍ اصلي هدف دی: چې خلک و ویروي.»

نور مطالب: