1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش ۱۴عيسوياني آزادي کړي دي

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ مرداد ۲۱, چهارشنبه

ترهګري ډلي «اسلامي دولت» څو اونۍ دمخه تښتول سوي مسيحيان آزاد کړي دي. دغې ډلې په عيني حال کي د ترکيې سرحد ته نژدې تعرضونه هم پېل کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GEIw
انځور: Reuters/O. Sanadiki

افراطي ډلي «اسلامي دولت» په ټوله ييزه توگه ۲۲ يرغمل کسان آزاد کړي دي. دا هغه آشوري مسيحيان ول چي دغي ډلي په فيبرورۍ مياشت کي د سوريې په شمال ختيځ کي د جګړې پر وخت نيولي ول.

د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشت سازمان ويلي دي چي په آزادو کړل سوو کي ۱۴ښځي هم شاملي دي. ويل سوي دي چي دغه کسان د آشوري کليسا د «نه ستړي کېدونکو» هلو ځلو په پايله کي آزاد کړل سوی دي. د ياد سازمان په وينا آشوري کليسا د دغه مقصد له پاره له تښتونکو سره اوږدي کړي.

۱۸۷ مسيحيان لا يرغمل دي

د بشري حقونو له پاره د آشوريانو سازمان دا خبر تائيد کړی دی چي ۲۲ يرغمل آزاد سوي دي. خو دغه سازمان وايي چي په فيبرورۍ مياشت کي په ټوليزه توګه تر ۲۰۰ زيات آشوري مسيحيان تښتول سوي ول چي تقريبا ۱۸۷ لا تر اوسه له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره بنديان دي.

دا خبره د آشوريانو د ياد سازمان رئيس اوسامه اېډورډ کړې ده. په سوريه کي د کورنۍ جګړې تر پېل دمخه شاوخوا ۳۰ زره آشوري مسيحيان اوسېدل. د هغوی زياتره د الحسکه ولايت په ۳۵ بيلو کليو کي مېشت ول.

د پخواني داعش وسله والو په فيبرورۍ مياشت کي د الحسکه ولايت ځيني سيمي په خپل کنټرول کي راوستلې. دغو وسله والو په دغه بهير کي د آشوري مسيحيانو يو شمېر وګړي يرغمل ونيول.

پر حلب باندي بريدونه

په عيني حال کي داعش د سوريې د حلب ولايت په شمال کي د مخالفو مليشو پر ضد تعرضونو پېل کړي دي. د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته سازمان ويلي دي چي په دغه جګړه کي دواړو اړخونو ته ځاني تاوانونه اوښتي دي.

په دې ترڅ کي د «سوريې د آزاد پوځ» په نوم ياغيانو ډلي يو قومندان ويلي دي چي په دغه سيمه کي د داعش له پيدايښت راهيسي دا تر ټولو سختي نښتي دي.