1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان د انتخاباتي کميسيون څلورغړي ونيول سول

۱۳۸۹ آذر ۱۵, دوشنبه

وروسته تر هغه چي د پارلماني انتخاباتو د نتايجو په اړه شکايتونه او د حکومت او کميسيون تر منځ لانجې زياتي سوې، دادی اوس لوی څارنوالۍ د انتخاباتو د کميسيون څلور غړي نيولي دي

https://p.dw.com/p/QQRR
انځور: DW

د انتخاباتي کميسيون يوه غړي عبدالله احمدزي ويلي دي چي په نيول سوو کسانو کي د انتخاباتي کميسيون د تدارکاتو او لوژستيک د څانګي آمرهم شامل دی .

دغه څلور کسان په داسي حال کي نيول کيږي چي لا وختي د کميسيون د څلورو نورو غړو د نيولو امر هم پوليسو ته صادر سوی، خو تر اوسه دغه څلور تنه آزاد ګرزي .

په هغو کي د انتخاباتو د شکايتونو د څانګي د وياند ضيارفعت، د انتخاباتو د کميسيون د وياند نور محمد نور او دوو نورو غړو د نيولو خبري سوي وې .

په نيول سوو څلورو کسانو کي درې نور يې کښته رتبه ښودل سوي دي.

Wahl Afghanistan 2009 Wahllokal
انځور: DW

احمدزي وويل چي نيول سوي کسان د خپلو دفترونو څخه لومړۍ د لوی څارنوالۍ لخوا تحقيق ته ور وغښتل سول او وروسته بيا هملته ونيول سول چي دی نه پوهيږي چي دا څرنګه توقيف ؤ .

احمدزي نيويارک ټايمز ورځپاڼي ته هم ددغه خبر تاييد کړيدی .

نوموړي ويلي دي چي دی نه پوهيږي چي د دغي نيوني تر شا څه انګيزه پرته ده، او زه دې ته د فشار پرته بل څه نه سم ويلای او موږ هڅه کوو چي دا کسان ولي نيول سوي دي.

د لوی څارنوالۍ مرستيال ښاغلي رحمت الله نظري هم پيښه تاييد کړه او وايي چي پر دغو څلورو کسانو باندي په انتخاباتو کي د درغليو تورونه لګول سوي ول .

د تيري يوې مياشتي را پدې خوا د انتخاباتو د کميسيون او لوی څارنوالۍ تر منځ لانجو زور اخيستي.

Wahl Afghanistan 2009 Abdullah Abdullah bei der Wahl
انځور: AP

لوی څارنوال محمد اسحاق الکو ګواښ کړی چي که چيري په څيړنو کي پاته راغی، نود خپلي وظيفې څخه به په استعفاورکړي.

په همدې مهال کي لوی څارنوالۍ ته د پاته راغلو کانديدانو شکايتونه دوام لري .

په تيرو څو ورځو کي ګڼ شمير کانديدان لوی څارنوالۍ ته ورغلي او شکايت يي کړی چي يا بايد انتخابات باطل اعلام سي او يا د دوی سره د سوي جفأ عاملين ونيول سي او د دوی قرنطين او باطلي سوي رايي بيرته را ژوندۍ کړي .

په ورته وخت کي د کابل پوهنتون استاد اسماعيل يون وايي چي د انتخاباتو نتايج په ملت تپل سوي او بايد پکښي تغير راسي.

اسماعيل يون د انتخاباتي کميسيون چارواکي د هغي کړۍ برخه وبلل چي په خبره يې سازمان سوي جعل کارۍ تر سره کړي او په دې سره يې د افغانستان د ملت سره نه بخښونکې جفا کړې ده .

د يون خبره ده چي د انتخاباتو په جريان کي پراخي درغلۍ سوي او لويه برخه تقلب د کميسيون د مشرتابه له لوري تر سره سوی چي بايد يې عاملين د خلکو پر مخکي محکمې ته حاضر سي .

دا په داسي حال کي ده چي د انتخاباتي کميسيون مشرتابه غړي پر دوی باندي د جعل کاريو هر ډول لګيدلي تورنه بې اساسه بولي او هغه د حکومت د فشارونو يوه برخه بولي .

ميرويس جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري