1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان د جګړې څخه په امريکا کي عامه ملاتړ کميږي

۱۳۸۸ آبان ۵, سه‌شنبه

د افغانستان نه يوازي د زمري (اسد) د مياشتي د جمهوري رياست ټاکني لانجمنه شوي ، او دوهم پړاو ته اچول شوي ،او لا تراوسه ډيری څارونکي شک لري چي آيا دغه انتخابات به په رښتيا هم د عقرب پر 7 سرته ورسيږي اوکه نه...

https://p.dw.com/p/KGpg
انځور: AP

دبلي خوا د زور زياتيو او بغاوت لړي ته د پای ټکي ايښودلو او د هندوکش په لمنو کي د يو ثبات لرونکي وضعي د اعادي لپاره د متحده ايالاتو او ناتو لوی قوماندان جنرال ستنلي ميک کريستل د 4000 اضافي سرتيرو د غوښتني پر سر هم د امريکا متحده ايالاتو په دننه کي تادوه بحثونه روان دي.

لږ تر لږه له دي څخه د پنتاګون وياند، جيف مورل، د آلمان غږ راډيو ته په يوه مرکه تيره اوني په براتيسلاوا کي چيري چي د ناټو د دفاع وزيرانو يوه غونده جوړه شوي وه، پخلی وکړ:

«د افغانستان په اړه، بيا په خاصه توګه په دي هکله چي آيا نور اضافي سرتيري افغانستان ته واستول شي که ، لا تراوسه د امريکا متحده ايالاتو د حکومت په دننه کي د بحث موضوع ده او په سپينه ماني له دوو مياشتو را پيه دي خوا په دي هکله شديد بحث روان دي.»

اوباما چي د خپل هيواد د ځينو سياست والو له خوا د افغانستان د نوي ستراتيژي په هکله په تردد باندي تورن شوي دي پرون ژمنه وکړه چي په دي هکله به بيړه ونه کړي.

هغه پرون د جکسن ويل نومي ښار کي د خپل هيواد پوځيانو ته په وينا کي وويل:« زه به هيڅکله داسي د بيړي تصميم ونه نيسم چي تاسي په خطر کي واچوم، مګر دا چي ډيره سخته ورته اړتيا وي او مونږ به له تاسو څخه سر تر پايه ملاتړ وکړو»

خو د ولسمشر د دا ډول ډاډګيريو سره سره، د بهرنيو چارو وزارت يو ديپلومات چي پخوا د پوځ له منسوبينو څخه ؤ په افغانستان کي د متحده ايالاتو له مشغولتيا سره د ناخوښي له امله د خپل دندي څخه استعفاء وکړه.

د واشګتن پست د ورځپاني د يو رپوت له مخي، متيو هو چي 36کاله عمر لري او يو مياشت مخکي تر استعفاء پوري په زابل کي د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت يو لوړ پوړي چار واکي ؤ، وايي: « زه زمونږ د رواني ستراتيژي او همدا راز زمونږ د راتلونکي ستراتيژۍ په هکله شک لرم .»

د واشنګتن پست د ورځپاني د رپوت له مخي، د سمندري ځواکونو دغه پخواني منصبدار چي په رتبه تورن ؤ، د بهرنيو چارو د وزرات د ديپلومات له دندي څخه د خپلي استعفاء په هکله وويل:« زما استعفاء په دي وجه نه ده چي مونږ څرنګه دغه جګړه پر مخ بيايو، بلکه په دې وجه ده چي ولي او د کوم هدف لپاره .»

د دغي ورځپاني په رپوت کي راغلي دي چي د ميتو هو استعفاء په سپينه ماڼۍ کي انديښني پيدا کړي او د حکومت چار واکو هڅه وکړه چي هغه قانع کړي چي پر خپله دنده پاته شي، ځکه نسي چي د افغانستان د لړزاني پاليسۍ د سختو انتقاد کونکو له جملي څخه وګرځي.

که څه هم ويل شوي دي چي هغه ته په کابل کي د متحده ايالاتو په سفارت کي د يوي لوړي څوکي وړانديز وسو ، خو هغه له دې څخه ډه ده وکړل چي د خپلي استعفاء څخه تير سي.

په داسي حال کي چه د افغانستان له جګړي څخه د وروستۍ نظر پوښتني له مخي، په متحده ايالاتو کي عامه ملاتړ د کمزوري کيدو په لور روان دي، د ولس مشر د ديموکرات د ګوند په دننه کښي هم د افغانستان د ستراتيري پر سر اتفاق موجود نه دي .د رسنيو د هغه يو رپوت چي ګواکي د ولسمشر مرستيال، جو بايدن اوباما ته مشوره ورکړې چي له افغانستان څخه لږ تر لږه د يوې برخي څخه امريکايي سرتيري وباسي، د پيناګون وياند، جيف مورل رد کړل:

«دا يو غلط رپوت دی چي ګواګي د ولسمشر مرستيال له افغانستان څخه د متحده ايالاتو د سرتيرو د ايستلو پلوی دی، زه شک کوم چي څوک دي د متحده ايالاتو د حکومت په دننه کښي ددې نظر حتی پلوي وکړي. فقط بحث اوس پر دي روان دی چه آيا نورو سرتيرو ته اړتيا سته اوکه نه.او بله پوښتنه دا چي آيا دا سرتيري د ياغيانو ضد او که د تروريزم ضد جګړې پر خلاف پکار ولويږي.

په سپينه ماڼي کي پرون هم دجمهوررييس بارک اوباما او د هغه نژدې امينتي مشاورينو تر منح د رپوټونو له مخي د شپږم ځل لپاره په دې هکله خبري وشوې، او تر غوندي ورسته وويل سول، چي ښايي څو اونۍ نور هم وخت ونيسي څو په دې هکله تصميم ونيول شي.

AFPE/ حکيم باري

کتونکی: محمد قاسم نوري