1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان د سولي په خبرواتروکی د رياض د نقش غوښتنه شوی

۱۳۸۹ مهر ۲۹, پنجشنبه

د سولي د عالي شورا وياند قيام الدين کشاف:« که چيری د طالبانو له ځينو مشرانو سره غير رسمي خبري يوي نيتجي ته ورسيږي، کيداي شي چي سعودي عربستان د سولي د رسمي خبرو اترو ډيرښه ټاټوبي وي»

https://p.dw.com/p/PkLy
د سولی د عالي شورا وياند قيام الدين کشاف
د سولی د عالي شورا وياند قيام الدين کشافانځور: picture alliance / dpa

د افغانستان د سولي عالي شورا نن ( پنجشنبي) پر طالبانو غږ وکړ چي خپلي وسلي په ځمکه کيږدي ترڅو لس کلني جګړي ته د «پاي ټکي کيږدو.»

د سولي عالي شورا غواړي چي سعودي عربستان له طالب اورپکو سره د افغان حکومت د روغي جوړي په خبرو اترو کي نقش ولوبوي.

د هغي شورا وياند، قيام الدين کشاف وويل:« که چيری د طالبانو له ځينو مشرانو سره غير رسمي خبري يوي نيتجي ته ورسيږي، کيداي شي چي سعودي عربستان د سولي د رسمي خبرو اترو ډيرښه ټاټوبي وي»

کشاف وويل: « که چيري د سولي خبري اتري بريالي نه وي، د سعودي عربستان پادشاه، ملک عبدالله کولاي شي چي منځګړيتوب وکړي او د خبرو اترو په تينګښت کي مخکښ نقش ولوبوي.»

دغه شورا د سولي د يوي مشورتي جرګي له پريکړي څخه وروسته جوړه ترڅو د افغان حکومت او د طالبانو تر مشري لاندي بغاوت ته خاتمه ورکړي. د طالبانو رژيم د 2001 کال په پاي کي د متحده ايالاتو مشري د نړيوال ايتلاف د پوځي مداخلي سره نسکور شو.

د سولي عالي شورا چي دوه اوني مخکي په کار پيل وکړ د طالبانو له مشرانو څخه وغوښتل ترڅو د ولسمشر حامد کرزي تر مشري لاندی حکومت سره د روغي جوړي خبري اتري پيل کړي.

کشاف وويل: « د سولي عالي شورا له وسوالو مخالفينو او د هغوي له مشرانو غواړي چي له زورزياتيولاس واخلي او د سولي له پروسي سره دی لاس يوکړي.»

طالبانو تر اوسه پوري په رسمي توګه دا منلي نه ده چي له حکومت سره يي ځيني مشران په تماس کي دي. هغوي لا تراوسه په زور زياتيو ټينګار کوي او له افغانستان څخه د امريکا متحده ايالاتو په مشری د نړيوالو ځواکونو د وتلو غوښتنه لري، هغه يوه غوښتنه چي افغان حکومت او نړيواله ټولنه يي ردوي.

د سولي د عالي شورا وياند، کشاف وويل: « د سولي شورا به د هغوي قانوني غوښتنو ته غوږ ونيسي او د يوي معقولي سياسي پروسي پر بنسټ چي افغانان وکړاي شي خپله ملي خپلواکمني د رغونکو لارو او پرته له زور څخه پياوړي کړي، د ټولو اړخونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته کړي.»

نوموړي وياند په عين وخت کي پر افغان حکومت او د هغه لويديځو پوځي ملاتړ کونکو باندي غږ وکړ چي له افغانانو سره د سولي په پروسه کي مرسته وکړي او د خبرو اترو د پروسي په وخت کی له زورزياتيو لاس واخلي.

کشاف د ولسمشر کرزي له خولي وويل چي ځينو طالب مشرانو له افغان حکومت سره خبري کړي دي. خو په دي هکله يي د جزيياتو له بربنډولو څخه ډه ډه وکړه.

وروسته له هغي چي د کرزي د حکومت او د ځينو طالب عناصرو تر منځ د خبرو اترو موضوع بربڼده شوه، د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ته پرون ( چهارشنبي) د افغانستان د جګړي د ورستي وضعيت په هکله معلومات ورکړل شول.

که څه هم سږني کال په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړي ؤ ، څرنګه چي کابو 600 بهرنيو سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړ، سپيني ماڼي ويلي دي چي د سولي له خبرو اتروبه ملاتړ وکړي، په دي شرط چي د دولت وسلوال مخالفين له زور زياتيو لاس واخلي، د افغانستان اساسي قانون ومني او د القاعدي له شبکي سره هر ډول تړاو وشلوي.

خبري آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: قاسم نوري