1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان پارلمان د ژمي تر رخصتۍ وروسته غونډه وکړه

۱۳۸۸ اسفند ۳, دوشنبه

دمشترک د عملياتو راهيسي دالمړی ځل دی چي دافغانستان پارلمان بيا سره راغونډيږي . جمهوررييس کرزی دوينا کونکو ميزته ولاړ دی، اوديوې وړې نجلۍ عکس يې جګ نيولی دی .

https://p.dw.com/p/M7YV
دافغانستان پارلمان
دافغانستان پارلمانانځور: DW

دی دوکيلانوپه مخکي په جګ آواز وايي چي، دا نجلۍ زمونږ له جملې څخه ده . دا دروغتون په لوري روانه ده چي دخپلي کورنۍ د 12 وژل شويو غړيو جنازې يوسي . اوبيا داعکس دکمرو مخي ته نيسي . ددغي کورنۍ پر کورباندي يوه اونۍ دمخه دمشترک په نامه عملياتو په سرکي اشتباهاً يو توغندي لګيدلي وو چي هدف يې داکورنه نوو . حامد کرزي مخ په وړاندي ويلي دي :

«طالبان اونوري وسلي والي ډلي چي زمونږ سره جګړه کوي بايد پدې پوه شي چي ددې پيښي ګناه ددوی په غاړه هم ده .»

دناټو اودافغانستان دپوځ څه ناڅه 15000عسکر دافغانستان په جنوبي ولايت هلمند کي دالس ورځي په بريد کولو بوخت دي، ځکه چي غواړي مارجه او نادعلي چي دطالبانوترکنترول لاندي وه او خپل مرکزونه يې ترې جوړ کړي وو ،بيرته ددولت تر کنترول لاندي راولي . په تيره بيا په مارجه کي طالبان اودهغه نورمتحدين ډير شديد مقاومت کوي .دوی په ځمکه کي بمونه او مينونه خښ کړيدي . ځکه چي ددې ستر بريد دکيدواعلام څو اونۍ دمخه شوي وو ترڅو ملکي وګړي لدې خطرې څخه خبر کړي . دغه سړی چي اوس له خپلي کورنۍ سره دجګړي له سيمي څخه دولايت مرکز لښکرګاه ته بيځايه شويدی، او جان محمد نوميږي وايي:

«دوی دچورلکو، او الوتکو په واسطه زمونږ پر کليو باندي ډزي کوي . اوزمونږ حاصل ويجاړوي . مونږ کوکنار او غنم کر و. حکومت وايي چي دابريد درې مياشتي دوام کولای شي . هغه وخت به بيا زمونږ له کليو او کروندو څخه هيڅ شی پاته نه وي . ددې په څنګ کي په يوه بله خيمه کي يو بل سړی خپل دسترګو ليدلی حال داسي بيانوي .

«مونږ هم له مارجي څخه تښتيدلي يو . هلته هري خوا ډزي اوجګړه ده . ټول سړکونه تړلي دي مونږ په خپلو پښو راتښتيدلي يو . »

امريکا يي جنرال ستنلي مک کريستل چي دايساف قوماندان هم دی، ددې خبري له کولو څخه نه ستړی کيږي چي دا ټول عمليات دملکي وګړو دهوسايي لپاره کيږي . دی څرګندوي ،

«مونږ دهري کچي انسانانو سره غږيږو. مونږ له قامي مشرانو او دکليو له اوسيدونکو سره غږيږو اومونږ دهري سطحي له سياستوالو سره هم خبري کوو. اومونږ هڅه کوو چي دامکان تراندازې زمونږ خبري ښې واضحه اورڼې وي . مونږ يوازي ډيري خبري نکوو، بلکه دخلکو خبرو ته ډير غوږ هم نيسو.

مونږ دخلکو انديښنوته په جدي سترګه ګورو، اوکله مو چي دمشترک په نامه عملياتو طرحه جوړوله ،هم مودخلکو انديښنې په پام کي ونيولې . مونږ د خلکو څخه پخوا له هغه پوښتنه وکړه چي څه هيله لري . مونږ پدې لاره کي کار کوو چي خلک مونږ ته په بله سترګه وګوري . »

دهلمند دولايت اوسيدونکي پښتانه دي . پښتانه ډيردينداره اومحافظه کاره خلک دي . دنويمو کلونو په سرکي طالبان هم دهمدې قامه څخه راپاڅيدلي دي . ددې بريد له لاري په پام کي دي چي دخلکو او جنګياليو ترمنځ چاود منځته راوړل شي . اودطالبانو هواداران بايد خپلي وسلې په ځمکه کښيږدي ،خو دافغانستان دې ستري قامي ډلي يعني پښتنو دطالبانو له راپرزيدو راهيسي ډيررنځونه ګاللي اوډير زور پرې چليدلی دی . ډيری پښتانه بهرنيو پوځونوته دداسي کسانوپه سترګه ګوري ،چي ددوی دهيواد دنيولو لپاره راغلي دي، او دکرزي حکومت په اداري فساد باندي ککړ بولي . په افغانستان کي دناټو ملکي استازی مارک سدويل پدې ډاډه دی چي ددغه لوی بريد له لاري به دخلکو اعتماد ترلاسه نشي . دی وايي :

«اداري فساد ډيره ستره ربړه ده اودا دخلکو داعتماد دله منځه تلو سبب کيږي . دافغانانولپاره دامهمه ده چي دخپلي سيمي دامنيي پر قوماندان ،پر والي اوڅارنوال باندي اعتماد وکولای شي . نوکله چي دهلمند په شان سيموکي عمليات کيږي ،دا ډيره مهمه ده چي ددغو دندو لرونکي پاک خلک اودخلکو په خدمت کي وي . پرته له هغه دولت کله وده کولای اوپراختياموندلی شي .»

سوله يوازي هغه وخت ممکنه ده چي دافغانستان دخلکو ډيره کي دکرزي پر حکومت باندي اعتماد وکوي اوددې حکومت لپاره دقربانۍ ورکولوته چمتو وي .

پيترسمن/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري