1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغانستان په ولایاتوکی نوی موزیمونوجوړیږی

مرکه کونکی رزاق برق۱۳۸۴ آبان ۲۰, جمعه

د افغانستان د ملی موزیم مشر امراخان مسعودی د المان ږغ راډیوپښتوخپرونی ته په یوه مرکه کی وویل :» د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا په پلان کی لری چه 2005او 2006 میلادی کالونوکی په یولس ولایاتوکی محلی موزیمونه جوړکړی. په دی هکله به موږ په دی وتوانیږو چه په لوگر، ننگرهار، کاپیسا، بامیان اوغزنی په ولایاتوکی د موزیمونود جوړولود پاره مناسبی مځکی لاس ته راوړو.«

https://p.dw.com/p/DMq9
انځور: AP
دوی وویل چه د دغه موزیمونود جوړولود پاره به موږد دوستوهیوادونو څخه مرستی وغواړو. هغوی د یوی پوښتنی په جواب کی وویل چه موږ په نظرکی لرو چه په بغلان، تخار، بلخ، کی هم د موزیمونود پاره مځکه لاس ته راوړو. ده زیاته کړه چه د موزیمو نوپه جوړیدوسره ځوان زده کونکی د موزیمونو په ارزښت ځان پوه کړی.اوورسره دوی به د تاریخی آثارو په کتنه هم خپل ځانونه مکلف وبولی.ده وویل موږ په افغانستان کی یوملی موزیم لرو،خوخلکوته داگرانه ده چه د موزیم دکتلود پاره کابل ته تگ راتگ وکړی. که چیری محلی موزیمونه جوړیږی دا به د افغانستان د تاریخ اوفرهنگ په پیږندلوکی یوډیرلوئ کار وی.