1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دافغاني پوليسو په روزنه کښي تر ډيره وخته غفلت سوی دی

۱۳۸۷ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د جرمني حکومت د افغانستان – جرمني سياست ته هم اميدواره دی او هم انديښنې لري :

https://p.dw.com/p/H951
افغانستان ته تر تلو دمخه د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونګ پرون په ازبکستان کښي
افغانستان ته تر تلو دمخه د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونګ پرون په ازبکستان کښيانځور: picture-alliance/ dpa

اميدواره په دې چه د بيا آبادولو کارونه په ښه ډول پر مخ روان دي ،خو ددې کبله تشويش هم لري ،چه نړيوالي ټولني تر ډيره وخته سم قدمونه ندي اخيستي ،خصوصأ دپوليسو د ښوني او روزني په برخه کرار پر مخ ځي . هغه هم پداسي حال کي چه ددغه کار رهبري د جرمني پر غاړه ده .

خو پدې منځ کښي نړيوالي ټولني پدغه برخه کښي خپل کارونه بيرته چټک کړي دي ،او د پوليسو او عسکرو تعليم او تربيه په ښه ډول پر مخ روانه ده . جرمني هم اضافه کارونه کوي ،او اوس نه يوازي پوليس ،بلکه عسکرو ته هم روزنه ورکوي .

د تيري مياشتي د مونشن د امنيتي کنفرانس په جريان کښي د جرمني ددفاع وزير فرانس يوزف يونګ د وروستي کار بيلانس پدې ډول ورکۍ ،

«موږ يعني نړيوالي ټولني تقريباً 70000 افغاني امنيتي قواوي روزلي دي، يعني پدې حساب موږ 65000 نور روزلي دي ،او موږ په حقيقت کښي 35000 افغاني پوليس روزلي دي ،چه 100000 نور هم بايد وروزل سي . »

د جرمني ددفاع وزير يونګ به نن په مزار شريف کښي د پوليسو د ټريننګ د مرکز څخه ليدنه وکي . بله موضوع چه يونګ بايد په خپل سفر کښي د هغه سره مشغول سي ،داده چه آيا پاکستان د افغانستان د باثباته کيدو په پروسه کښي ورشامل سي ، او د هغه د عملي کولو ستراتيژي نه يوازي بايد د کنفرانسو پر ميزو جوړه ،بلکه په عمل کي تطبيق هم سي .

ده وويل ،

« پاکستان او خصوصاًد افغانستان سره د هغه سرحدي سيمي نه يوازي دطالبانو د بيرته راتګ مرکزونه ،بلکه د ترهګرانو د روزني کمپونه او د فعاليتو مرکزونه هم دي ،چه بيا افغانستان ته رااوړي . موږ مجبوره يو ،په دغه برخه خصوصاً د سرحدو په ساتلو کښي نور هم ښه او مؤثر کار وکو،او خاصتاً د پاکستان سره يو ځاي . »

داچه د طالبانو سره هم بايد د امنيت او ثبات په خاطر خبري وسي ،حتی د امريکا جمهوررييس بارک اوباما هم هغه ته په يوه پراخ نظر سره ګوري .

د افغانستان جمهوررييس کرزي په دې نژدې وختو کي وويل ،چه طالبان لږتر لږه په لسو ولايتو کي يو جدي پرابلم دی .

ده وويل ،

«حتی داسي يو ولايت سته ،چه په هغه کي حکومت يوازي د هغه په مرکز او يا دوو ولسواليو کښي حاکم دی ،او پاته د طالبانو په لاس کښي دی . دا دهلمند ولايت دي . »

دقيقاً اوس جمهوررييس بارک اوباما دغو ناآراموولايتو ته 17000 اضافي امريکا يي عسکر ليږي،خو سربيره پر هغه يې ومنل چه جنګ په اوس وخت کښي د نظامي لحاظه نه ګټل کيږي .

آلماني پوځ د 3700 عسکرو په درلودلو سره خاصتاًپه شمال کي ځای پر ځای دی ،چه د هغه ځای د خلګو لخوا تر ډيره حده پوري منل سوی دی ،خو بيا هم اکثراً حملې ورباندي کيږي .

ددې خاطره بايد نور اضافه عسکر ژر يرغل کونکي قواوي تقويه کي ،خصوصاً په کندوس کښي ،چه هميشه د ياغيانو تر حملې لاندي راځي .

خو يونګ به د هغه حد څخه چه ورته د جرمني پارلمان ټاکلی دی ،يعني 4500 عسکرو څخه هغه اضافه نکي .

ويرک هويزر/قاسم

محمد قاسم نوري