1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داقتصادي بحران سره بايد د مالياتو دراکښته کولو دلاري مبارزه وسي

۱۳۸۷ دی ۱۷, سه‌شنبه

50مليارډه يورو ډيري ښکاري، خو دجرمني حکومت غواړي چې د اقتصادي نوساناتو( تموجاتو) په برخه کې ترراتلوتکي کاله پوري هغه ولگوي ...

https://p.dw.com/p/GStr
د جرمني دچپي گوند اداري مشر ديتمار بارچ چه په عکس کي ليدل کيږي ، غواړي مليونران نوره ماليه هم ورکي
د جرمني دچپي گوند اداري مشر ديتمار بارچ چه په عکس کي ليدل کيږي ، غواړي مليونران نوره ماليه هم ورکيانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان مسيحي او سوسيال دموکرات گوندونه هيله لري چې تر هغه وخته پورې به نړيوال اقتصادي بحران يوڅه ضعيف شوی وي . لومړۍ وزيره انګيلا مېرکل نوري هيلي هم لري او وايي چه :«موږ ډېرې ورته هيلې سره لرو. پر ځينو ټکو باندي بايد سره وغږيږو. خوعمومي هدف مو يودی او هغه داچې کارځايونه بايد وساتواو نور هم رامنځته کړو اوجرمني بايد د آيندې دپاره چمتوسي . او بيا به دغه توان ولرو چې د بېلابېلو ټولنيزو ډلوسره يو ځای نه يوازې دا چې دغه بحران وزغملی شو بلکه لا به پسې پياوړي ورڅخه راووځو.«

دغه هدف ته د رسېدلو په موخه د آلمان د بهرنيو چارو وزيراو دسوسيال ديموکراټ دگوند لخوا لومړي وزارت ته ټاکل شوی کانديد فرانک والټر شټاينماير غواړي چې يوه ځانگړې بودجه رامنځته کړي تر څو د مکتبونو او سړکونو په برخه کې پانگه واچول شي . د دغې بودجې دپاره دي مرکزي حکومت لس مليارډه يورو تياري کړي او په ایالتي سطح دې هم نوري پيسې ورته برابري شي . خوسوسيال دموکراټان د مالياتو ټيټول ردوي، او بر عکس غواړي هغه کسان چې پيسه داره او ماړه دي ،او په کال کې لږ تر لږه 125000يورو گټي، په 2009 او 2010 کال کې دي د 45 فيصده مالياتو پر ځای 47,5 فيصده ماليه ورکړي . شټاينماير د دغو پيسو د لگښت په اړه وايي چه:«دا سم کار بولم . موږ به دې ته تياری ونيسو چې اضافي عايدات د تحصيل، ښوونځيو او وړکتونونو په برخه کې ولگول سي .»

د اقتصادي وضعيت د ښه کولو په برخه کې دجرمني دحکومت لخوا په وړاندي سوو پلانونو کې مخالف گوندونه هم ښه اړخونه گوري او هم پر ځينو ټکو باندي نيوکي کوي . چپي گوند دحکومتي گوندونو هغو پلانونو ته هر کلی ووايه چې غواړي يو څو مليارډه يورو پانگه اچونه وکړي او په عين وخت کې ماليات راکم کړي . د نوموړي گوند اداري مشر ديتمار بارچ ادعا وکړه چې چپي گوند له مياشتو مياشتو راهيسي همدغه ډول غوښتني درلودې .پرته له دې دي مليونران نوري اضافي پيسې هم ورکړي. ده وويل چه « که د مالياتو څخه معاف عايدات يومليونو يورو ته رسيږي،نوموږ غواړو چې تر هغه وروسته يوه معينه اندازه پيسې دي بيا هم ورکول سي . په تېره بيا د هغو خلکو څخه دغه غوښتنه لرو چې د مالي بحران په وخت کې يې تجارت کړی او گټه يې ورڅخه اخيستې ده.«

ليبرال دموکراټ گوندبيا په دې نظر دی چې د ښوونځيو او زېر بنا په برخه کې پانگه اچونه سمه لاره ده، خو زياتوي چې د مالياتو څخه د معافو پيسو کچه دي د هر چا دپاره جگه شي، نه يوازې د لويانو دپاره بلکه د ماشومانو دپاره هم چې خپل عايدات نه لري .