1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دامريکايي هيوادوپنځمه غونډه بيله ګډي اعلاميې ،خو بريالۍ وه

۱۳۸۸ فروردین ۳۱, دوشنبه

دترينيداد صدراعظم دامريکايي هيوادودپنځمي غونډي په هکله څرګندوني دګلو په پاڼوکي پيچلي، خوبيخي سمي اوله واقعيت سره برابري وکړي ...

https://p.dw.com/p/HafT
په ترينيداد کښي دامريکايي هيوادودپنځمي غونډي دولتي او حکومتي مشران
په ترينيداد کښي دامريکايي هيوادودپنځمي غونډي دولتي او حکومتي مشرانانځور: AP

ده وويل چي اوس نو هغه وخت چي دلاتيني امريکا هيوادونه دامريکادمتحده ايالتونو پسخانه بلل کيده ،تير سوی، او اوس ټول يعني دامريکا د لوی هيواد اودکارابيک دسيمي تر ټولو کوچنی هيوادپه برابرۍ سره غږيږي ، اوحتی وروستی خنډهم په ډيري همږغۍ سره ليري سو. او هغه داچه په لمړي سرکي چه ديوې خرابي پيښي درامنځته کيدو امکان موجود ؤ ،او 5کيڼو جمهورو رييسانو چي دونيزويلا دجمهورريس هوګو چاويز څخه راټول دي، نه غوښتل نهايي اعلاميه لاسليک کړي،هغه ته د ډير زيرکانه حل لاره داوه چي دنورو امريکايي هيوادو مشرانو هم داسند لاسليک نکړ ۍ ،بلکه يوازي دترينيداد لمړي وزير مهنينګ خپله امضاء ورباندي ولګوله.

دامريکا دمتحده ايالتونو جمهوررييس بارک اوباما نه يوازي داوويل چي په اړيکوکي نوی پړاو پيل شويدی ،بلکه ده شخصأ هم دنوروهيوادو له مشرانو سره بل خيلته وضيعت کاوه،حتی دونيزويلا د جمهوررييس چاويز سره چي له سياسي پلوه يې ترمنځ يوه دنيا فاصله ده هم ډير ښه چلند، ديو هيواد دټاکل شوي جمهوررييس په حيث وکړۍ .

اوباما خپل رول داسي بيان کړ،

«بايد يوازي خبري ونکړو ،بلکه غوږ هم ونيسو. مونږپدې برخه کي ډير دقيق تصورات لرو چي نړيواله ټولنه بايد پر کومه خوا روانه شي ،خوموږ داهم منو چي نور هيوادونه هم ښې مفکوري لري ،اومونږ غواړو چي دغه مفکوري واورو . فقط داچي يونظر دکوستاريکا په شان واړه هيواد څرګند کړيدی ،معنی يې دانده چي داښه نظر ندی . ددغي غونډي ټول ګډون کونکي په ديموکراتيک ډول دخپل هيواد دوګړو لخوا انتخاب شويدي ،خوپه کيوباکي لا دغه ډول انتخابات ندي تر سره شوي . »

له کيوباسره به د اړيکو څخه څرګنده سي چي دامريکا دمتحده ايالتونو سياست پر کوم لوري روان دی . دامريکايي هيوادو دبهرنيو چارو دوزيرانوپه غونډه کي چي ددوبي په سرکي به جوړه شي، په آجنډاکي دکمونيستي کيوبا بيرته په دې ډله کي نيول کيدل به شامل سي . جمهوررييس اوباما دکيوبا حکومت ته دخبرو زيګنال ورکړی دی ، خو ددغه هيواد پر ضد دبنديزونو ليري کول به ،چي دامريکايي هيوادونودمشرانو په غونډه کي يې تل بيا بيا غوښتنه کيدل، لاتراوسه په نظرکي ندي نيول سوي . د اوباما څخه مستقيمأ پوښتنه وشوه چي پدې غونډه کي يې څشي زده کړيدي . ده په ځواب کي وويل :

«کله چي جمهورو رييسانودکيوبا په هکله خبري کولې، تل يې هغه په زرهاووکسه کيوبايي ډاکتران يادول چي هرچيري په سيمه کي کارکوي . دا داسي مرسته ده چي ډير هيوادونه ورته اړتيا لري . دا موږ ته يو خبرداری دی ،اوهغه داچي ددغو هيوادوسره زمونږ متقابله معامله بايده دي مخدره موادوته تقاضا، اويا پوځي عمليات نوي . موږ بايد پدې پوه سو چي پوځي قدرت يوازي زموږ دتوان يو مړوند دی . مونږ بايده دي خپله ديپلوماسي او له خپلو پرمختيايي مرستو څخه په زيرکتيا سره کار واخلو . داسي چي خلک دانسانانوپه ژوندانه کي مشخص ښه والي وليدلای شي .اودا بايده دي دامريکا دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارودفعاليتونو نتيجه وي . »

دهندوراس جمهوررييس مانويل زيلايا چي دهوګو چاويز دنژدې ملګرو څخه دی، څرګنده کړه چي د سړې جګړي څخه وروسته دمقابلې اوزورويلو وخت هم دمشرانو په دغه غونده سره پايته ورسيدۍ .

همدغه ډول دمکسيکو جمهوررييس فليپه کالدرون ويلي چي دامريکا دلويي وچي رنګارنګۍ ته اوس په درنه سترګه کتل کيږي ،ده وويل ،

« زمونږ دايديولوژيو اوکلتورونو راز رازوالی او رنګارنګۍ دمشرانودا غونډه بډايه کړې وه ،نوپه همدې خاطر زه پدې عقيده يم چي مونږ له شماله ترجنوبه ، له اوقيانوس اطلس څخه دمکسيکو ترخليجه پوري او له ښي څخه ترکيڼه پوري موافقې ته سره رسيدلي يو، اودا دخبرواترواوتفاهم ديوه نوي پړاو پر لوري لار خلاصوي . تردغي غونډي وروسته دامريکا لپاره ښې ورځي راځي .»

کاستريتيوس/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري