1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دانفورد: د ولسمشر کرزي غوښتنو ته احترام لرو

سيد رياض (AP)۱۳۹۱ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي دي چې د هغه ټیم تلاښ کوي چې ټول هغه موضوعات چې د ولسمشر کرزي قهر یې راپارولی دی، هر څومره چې ژر ممکنه وي حل کړي.

https://p.dw.com/p/17zzC
Marine Corps General Joseph Dunford is pictured at a Senate Armed Services Committee hearing in Washington, November 15, 2012. Dunford has been nominated to be the commander of the International Security Assistance Force (ISAF) in Afghanistan and commander of the U.S. forces in Afghanistan. REUTERS/Jason Reed (UNITED STATES - Tags: POLITICS MILITARY TPX IMAGES OF THE DAY)
USA General Joseph Dunfordانځور: Reuters

په دغه موضوعاتو کې افغانانو ته د بګرام زندان سپارل او د کابل له ګاونډي ولایت میدان وردک څخه د امریکایي ځانګړو ځواکونو راوتل شامل دي.

د دواړو هیوادونو په اړیکو کې دغه وروستي خنډونو د افغانستان او امريکا تر منځ د امنیتي تړون په هکله خبري اتري ځنډولي او په ۲۰۱۴کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په کوم شمیر کې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي، موضوع هم پر خپل ځای پاتې ده.

په پام کې وه چې د دغه نا بشپړه شوي امنیتي تړون په هکله خبرې اترې تیره اوونۍ په کابل کې تر سره شوي وای.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دانفورد، له اسوشیتد پریس خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کي ویلي دي: «موږ د دغه موضوعاتو په اړه په بېړي سره کار کوو، خو موضوعات کړکیچن او بنسټیز دي... نو باید په سمه توګه ورسره چلند وشي.»

خبري آژانس لیکي چې دانفورد دا خبره روښانه نه کړه چې د بګرام زندان به کله افغانانو ته وسپارل شي.

د دغه آژانس د وینا له مخې دانفورد په دې هڅه کې دی چې په تیزی سره هغه فرمانونو ته رسیدګي وکړي چې د هغه د دندې تر پیلیدو وروسته ولسمشر حامد کرزي صادر کړي دي.

د هغه د دندې د پیلولو په لومړیو ورځو کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د ملکي وګړو تر وژل کیدو وروسته ولسمشر حامد کرزي پر دې خبره ټینګار وکړ چې ایتلافي ځواکونه دې خپل ټول هوایي بریدونه ودروي. په وروستیو وختونو کې په میدان وردک ولایت کې د ځانګړو امریکایي ځواکونو او د هغوی د افغان شریکانو له لوري له ملکي کسانو سره د ناوړه چلند تر تورونو وروسته کرزي له دغه ولایت څخه د امریکایي ځانګړو ځواکونو د راوتلو غوښتنه وکړه، خو دانفورد بیا دغه تورونه ردوي.

ولسمشر کرزی
ولسمشر کرزیانځور: REUTERS

دانفورد له دغه ولایت څخه د ځواکونو د راوتلو له پاره کومه نیټه نه ده ټاکلې او ویې ویل چې د افغانستان د کورنیو او دفاع وزراتونو سره په ګډه کار کوي تر څو یوې طرحې ته ورسیږي.

تیره اوونۍ دانفور خپلو قوماندانو ته خبرداری ورکړ وو چې د ځواکونو امنیتي تدابیرو کچه دې لوړه کړای شي، د هغه په وینا ښایي د ولسمشر وروستۍ څرګندوني امریکا ضد احساسات ډیر کړي او د داخلي بریدونو لامل وګرځي.

خو دانفورد له احتیاطه کار اخلي او غواړي له ولسمشر سره د مخامخ خبرو اترو له لارې ترینګلتیا راکمه کړي. هغه وویل: «دا یوازي پر دې موضوع باندي کار کول دي. په صداقت سره په شخصي توګه دا دومره ناندرییزه موضوع نه وه.»

د هوایي بریدونو د موضوع د حلولو په برخه کې دانفورد د دغه يرغلونو په کمولو راضی دی، خو نه د درولو. د افغانستان په ختیځ کې د ایتلافي ځواکونو په یوه هوایي برید کې چې د روان کال د فبروري د میاشتې پر ۱۳مه نیټه تر سره شوی وو، د ۱۴ وژل شوو افغانانو په منځ کې لس تنه ملکي وګړي هم شامل ول.

د بګرام د هوایي زندان په هکله دانفورد وویل، چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هیګل د تیرې شنبې په ورځ د یوه تلیفوني تماس په ترڅ کې له افغان ولسمشر څخه د نوموړې ستونزې د حلولو له پاره یوه اوونۍ وخت وغوښت، خو دانفورد وایي چې دا په دې معنی نه دی چې خبره په یوه ټاکلې وخت پورې تړلې ده.

دانفورد په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې متحده ایالات اوس هم د یوې داسې منل شوي کړنلارې پر سر کار کوي چې دا خبره وڅاري چې د زندان د سپارلو وروسته له بندیانو سره څه کیږي:

«موږ باید په دې خبره ډاډمن اوسو چې... له بندیانو سره به د نړیوال کنوینسیون په مطابق انساني چلند کیږي.»

هغه وړاندې وویل:«هغه څه چې موږ کول غواړو، هغه باید داسې وي چې د افغانستان له ملي حاکمیت سره سم وي.»

خو امریکایي چارواکي غواړي چې ځان په دې ډاډمن کړي چې شاوخوا ۳۰ یا ۴۰ تنه بندیان چې په اړه یې فکر کیږي ګواښ پیښولای شي، باید آزاد نه شي.

دانفورد په دغه مرکه کې وړاندي ویلي: «هغه څه چې ما ولسمشر کرزي ته وویل هغه دا وو چې زه د هغه په نیت باندې پوهیږم او له هغه سره موافق یم او موږ غواړو چې د وردگو ولایت څخه په داسې یوه شکل راووزو چې د لیږد د انتقال له بهیر سره سم وي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل