1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داوباما د روغتيايي سيسټم د اصلاحاتو پلان وځنډيدۍ

۱۳۸۸ شهریور ۱۹, پنجشنبه

ده د امريکا کانګريس ته وويل : هغه وخت تير سوی دی ،چه ګوندونه په خپل منځ کښي کشمکش او د قدرت پر سر جنجال سره وکي . اوس د معاملې،ګډ کار او يووالي وخت رارسيدلی دی ...

https://p.dw.com/p/JcOM
بارک اوباماد امريکا په ولسي جرګه(کانګرس) کښي دصحی اصلاحاتو په باب د بيانيې پر وخت
بارک اوباماد امريکا په ولسي جرګه(کانګرس) کښي دصحی اصلاحاتو په باب د بيانيې پر وختانځور: AP

د Bass boys andPoets »رستوران د واشنګټن په منځ ،په هغه ځای کښي واقع دي ،چيري چه د بارک اوباما ددموکراټ ګوند پلويان اکثريت لري . ددغه رستوران په يوه برخه کښي کتابونه هم پراته دي . د چارشنبې په ماښام دلته ډير امريکايان راټول سوي وه ،تر څو د روغتيايي سيسټم د اصلاحاتو په باب د جمهوررييس بارک اوباما بيانيه واوري . کله چه تر 8 بجو وروسته جمهوررييس د کانګرس په مخکي راښکاره سو، نو په رستورانت کښي خوشالي ډيره وه .

صحي ريفورم د اوباما ددخلي سياسي موضوعګانو اصلي موضوع ده .

ده وويل ،« زه لمړنی جمهوررييس نه يم چه دغه موضوع د خپلي اصلي موضوع په حيث ګرزوم .خو زه تصميم لرم چه آخري واوسم ،او دغه موضوع پای ته ورسوم .»

دده 45 دقيقه اي بيانيه تر ټولو دمخه يوه غوښتنه لري : تقريبأ 50 مليونه امريکايان هيڅ صحي بيمه نلري ،او دا يوغټ اجتماعي پرابلم دی . اوباما وايي چه هر انسان بايد د هغه د عايداتو د نه په نظر کي نيولو سره په عادلانه او تاديه کيدونکي ډول دا حق ولري چه بيمې ته لار پيدا کي . بارک اوباما کوښښ وکۍ چه د ولسي جرګې په دننه او دباندي کښي د صحي اصلاحاتو مخالفين آرام کي . ده وويل چه هيڅوک مجبوره ندی ،په هغه صورت کښي چه د خپلي بيمې څخه راضي وي، دولتي بيمې ته ولاړ سي . او متقاعدين هم بايد د خپلي صحي بيمې په خاطر چه ددولت لخوا تمويليږي ، هيڅ تشويش ونکي . اوباما وعده ورکړل چه د دغو اصلاحاتو په خاطر به ماليات هم لوړ نسي .

د Bass boys andPoets » په رستوران کښي به په وارو وارو چک چکي کيدلې . خو په کانګرس کښي بيا د جمهوريت غوښتونکو لخوا لږ صميميت ښکاره کيدۍ . په يوه ځای کښي وکيل جو ويلسن جمهوررييس ته ددرواغجن خطاب وکۍ،خو وروسته يې د سپيني ماڼۍ څخه بخښنه وغوښتل .

بارک اوباما په موضوع کښي د کانګرس څخه د يووالي غوښتنه وکړل .چه جمهوريت غوښتونکي سناتور جان ميک کېن هم وروسته د همکارۍ او ګډ کار وعده ورکړل .

ده وويل ،«دلته ډير کارونه سته ،چه په هغه کښي موږ يووالی حاصلولای او ګډ کار کولای سو . جمهوريت غوښتونکي هم د اصلاحاتو دپاره دي ، موږ پوهيږو چه زموږ روغتيايي سيسټم خراب دی . »

خو د جمهوريت غوښتونکو د ګوند نورو وکيلانو لږ تفاهم ښاوه . خصوصأ ددغه اصلاحاتو تمويليدل د سوال وړ ،اود بې جرأ تۍ سبب ګرزيدۍ . د اصلاحاتو ددغه پروګرام مصارف به په اولو لسو 10 کښي 900 مليارډو ډالرو ته ورسيږي . خو جمهوريت غوښتونکی سناتور چارلس بستاني غواړي پر دغه موضوع د سره کار وسي . اووايي ،

«اوس ددې وخت رارسيدلی دی چه ددواړو حزبو لخوا پر يوه نوي او عاقلانه پلان باندي کار وسي ، »

ددواړو ګوندونو لخوا پر يوه پلان دګډ کار کولو طرفداره پخپله بارک اوباما هم دی .

دی وايي ،«هغه وخت تير سوی دی ،چه ګوندونه په خپل منځ کښي کشمکش او د قدرت پر سر جنجال سره وکي . اوس د معاملې،ګډ کار او يووالي وخت رارسيدلی دی ،تر څو ددواړو ګوندو ښې نظريې په عمل کښي پياده سي .»

دا د Bass boys andPoets » په رستوران کښي هم ښه اثر کوي خو په پلويان کښي پر راتلونکي باندي هم شک او ترديد پاتيږي .

د رستوران يو ميلمه وايي،«اصلي خبره په جزيياتو کښي ده . اواوس بايد موږ انتظار وباسو چه د هغه څخه څشي راوزي . ليکن ده هغه څه وکړل ،چه بايد سوي وای . ده ټول تشويق کړل او دواړه خواوي يې د چلنج سره مخامخ کړلې . چه همدغه کار بايد سوی وای . »

نیکول مارکوالډ/

کتونکی : محمد قاسم نوري