1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دايرو وريځو په ډيرواروپايي هيوادو کي هوايي تګ راتګ په ټپه درولی دی

۱۳۸۹ فروردین ۲۷, جمعه

په آيسلند کي له يوه غره څخه داور شيندلو او ورڅخه راپورته شوي لوګيو له امله نن دآلمان په شمول په ډيرو اوروپايي هيوادوکي دهوايي شرکتونوالوتني ځنډول شويدي

https://p.dw.com/p/MyeA
انځور: AP

هسي چي دآلمان دهوايي ترانسپورت دامنيتي څانګي په يوه رپوټ کي ويل شوي دي ، ددغه هيواد د 16 نړيوالو هوايي ډګرونو له جملې څخه په 13 کي دالوتکو تګ راتګ بند شوی دی .

نن سهار په محلي وخت د8 بجو راهيسي دفرانکفورت په هوايي ميدان کي دالوتکو تګ راتګ بند شوی او لکه څنګه چي ددغه ميدان دالوتنو دتنظيمولو دچارو يو مسؤل وايي ،

« داچي کله به دالوتکو تګ او راتګ په دغه هوايي ډګر کي بيا پيل کيږي ،دا لا تراوسه نده څرګنده . کيدای سي سبا دا کار وشي ، او ياکيدای شي دڅو ورځو دپاره وځنډيږي . »

په عادي ډول هره ورځ دفرانکفورت په نړيوال هوايي ډګر کي 1400 الوتکي ښکته او پورته کيږي .

په جرمني کي دمونشن دښار هوايي ډګر لا تراوسه فعاله دی خو داچي تر څه وخته پوري، نو سړی څه نسي ويلای . خو دآلمان دهامبورګ، بريمن ، هانور ، مونستر/ اوسنابروک ،دوسلدورف ، کُلن /بن ، زار بروکن ، برلين -ټيګل ، برلين- شونيفيلد ، لايپڅيګ ، ايرفورت يا درزدن او نور هوايي ډګر ونه ټول بند دي . يوازي دآلمان دجنوبي ښارو لکه ، مونشن ، شتوت ګارت او نورنبورګ هوايي ډګرونه لا تراوسه خلاص دي . دمونشن له ښاره څخه يواځي دجنوب په لور الوتني کيږي ، دشمالي المان ، دسکانداناوي هيوادونو، لويي برطانيې اود بنلوکس دهيوادونو په لور ټولي الوتني بندي شوي دي .

Vulkan Island April 2010 Rauchwolke über den Eyjafjallajokull
انځور: AP

په اوروپاکي دمسافرينو دهوايي ترانسپورت په چاروکي دروانو ګډوډيو لمن ورځ په ورځ پراخيږي . نن په ټوله اوروپا کي لږتر لږه په سلو کي 60 الوتنۍ ندي شوي . په عادي ډول سره هرورځ په اروپا کي ، لږ تر لږه 28000 الوتکي الوزي اويا کښيني . خو نن په ټوله اوروپا کي يواځي 11000 الوتکي پورته اويا راښکته شوي دي .

آژانسونه/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري