1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داټومی وسلودخپرولودبندیزکانفرانس ناکام شو

حسن بری۱۳۸۴ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

دهغوخطرونوپه ډله کی چی زمونږنړۍ اودهغې اوسيدونکی ورسره مخامخ دی، لوی ترين خطر، په نړۍ کی داټومی وسلوشته والی اوداټومی جگړې امکان دی. سره لدې هم په نيویارک کی داټومی وسلودخپرولو دبنديزدتړون دڅارنې اوکنترول لپاره کانفرانس، تيره اونۍ په رسمی توگه ناکامه اعلان شو..

https://p.dw.com/p/DMsF
انځور: AP

دامريکادمتحده ايالتونودهيأت پخوانی مشر ، تماس »گراهم«، دامريکاپرمتحده ایالتونوتورولگاوه چی دغه هيوادغواړی چی شاته لاړشی اوخپلې هغې ژمنی هيری کړی، کومی چی دامريکادمتحده ايالتونوحکومت، داټومی وسلودخپرولودبنديزلپاره د ١٩٩٥ او ٢٠٠٠ ميلادی کلونوپه کانفرانسونوکی کړيدی.