1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دا د ديرشو کالو مخکي افغانستان نه دی

۱۳۸۷ خرداد ۲۶, یکشنبه

د خپل هيواد د دفاع په خاطر حق لرو چي د سرحد هاخواته عمليات وکړو او ترورستان پخپلو کورونو کي له مينځه يوسو

https://p.dw.com/p/EK7D
اولسمشر حامد کرزی د کابل په خبري غونډه کي
اولسمشر حامد کرزی د کابل په خبري غونډه کيانځور: AP

افغان اولسمشر حامد کرزی وايي دا د افغانانو حق دي چي خپل دښمن د سرحد وهاخوا ته هم وټکوي. او هغه څوک چي د افغانستان په کورنيو چارو کي لاسوهنه کي او ځانمرګي بريدونه تر سره کوي له مينځه يوسي.

د پاريس د نړيوالي غونډي تر راستنېدو وروسته اولسمشر کرزي په يوه خبري غوڼده کي په ډاګه وويل چي نوربه نو پاکستانی ملاعمر او بيت الله مسعود پخپلو کورونو کي تر بريد لاندي راولو.

افغان اولسمشر حامد کرزی چي په لومړي ځل داسي په زغرده خبري کولې وويل چي دا زموږ دنده ده چي د سرحد د هاخوا پښتانه چي اوس د ډيرو ستونزو سره مخامخ دي مرسته وکړو او هغوي د ترورستانو د منګولو څخه خلاص کړو.

هغه وويل که د بيت الله مسعود پاکستاني ملاعمر ، ملافضل الله او هلته د استخباراتي کړيو د جوړښتونو دا وظيفه وي چي د پاکستان د پښتنو او د افغانستان د خلګو د بدبختۍ د پاره تربيه سوي وي او نه پريږدي چي په ارامه ژوند وکړي . مکتبونه يي ور وسوځوي، انجوني دي د تعليم څخه منع کړي، د پښتنو د قوم مشران دي ووژني، اقتصاد دې له منځه يوسي او بيل اخيره هغه سيمه او خلګ دي و دې ته مجبوره کړي چي ددوی تر ظلم و سيتم لاندي ژوند وکړي. دا د افغانستان دنده ده چي د پاکستان پښتانه د تروريزم څخه خلاص کړي. نو دا سړک د دوطرفه جاده ده هرڅوک چي ددې جادې څخه استفاده کوي دا دستي دو طرفه کيږي افغانستان دا حق لری او بايد دا کار وکړي چي د پاکستان پښتنو ته نجات ورکړي دا زموږ وظيفه ده چي هم په افغانستان او هم د سرحد هاخواته دا کار وکړو.

که بيت الله وي او که د هغه تر شا هرڅوک چي وي موږ به يي پرېنږ دو. دا دديرشو کالو پخوا افغانستان نه دی چي هيڅ شی يي نه درلودل اوس هرڅه لري هم سلا هم وسايل او هم جرعت و ميړانه.

اولسمشر کرزی جورج بوش او مشرف په سپينه ماڼۍ کي تير کال د خبرو پر مهال
اولسمشر کرزی جورج بوش او مشرف په سپينه ماڼۍ کي تير کال د خبرو پر مهالانځور: AP

افغان اولسمشر هغه هوايي حمله چي څو ورځي مخکي د پاکستان پر پوله باندي د امريکې لخوا سوې وه او څو تنه پاکستاني پولس او ترورستان پکښي وژل سوي وه د افغانستان د حملي پيل و ګڼی. هغه وايي چي دا اوس تر ټولو ښه معلوميږي چي د پاکستان حکومت د بيت الله مسعود پاکستاني ملا عمر او ملافضل الله په زريه پر افغانستان باندي حمله کوي نو زموږ دفاع څه ده موږ بايد پر هغوي باندي حمله وکړو.

هغه وخت چي دوی په افغانستان کی د جنګ اعلان کوي او پرموږ باندي حمله کوي نو زموږ دفاع بايد څه وي زموږ د فاع بايد زاری وي ، هغه وخت چي پاکستانی ملاعمر په زغرده وايي چي زه د جلال آباد په مارګو کي د ځانمرګي بريد مسول يم زموږ دفاع بايد څه وي ، يوازی د شعر په ويلو سره تمام سي او که یا داسي څه وي چي زموږ نجات پکښې کي وي زموږ امن پکښې کي وي. بېله هغه موږ دلې مړه کيږو نو ښه به داوي چي يو ګام وړاندي ولاړ سو او هلته خپل ځانونه مړه کړو چي حد عقل دښمن خو پرې نه ږدو چي راسي. او دا مسله جدي ده.

افغان اولسمشر ښاغلي حامد کرزی پاکستان ته په اشارې سره وويل چي په تيرو ديرشو کلونو پاکستان په افغانستان کي د روان حالت مخالف و هر وخت د پاکستان د لوري په افغانستان کي د جهاد اعلان سوي.

د نوموړي په وينا په خداي که د کابې شريفي امام هم افغانستان ته راولي او حکومت جوړ کړي پاکستان يي ولاکه پرېږدي وايي جهاد دی ، حقيقت دغه دی. نو زموږ حوسله نور ختمه سوې ده. په زرهاو تنه مري دلته ، مکتبونه مو سوځي کورونه مو خرابيږي . افغانستان د خپل وژوند کولو دپاره د دفاع حق لري او د خپلي خاوري څخه د دفاع حق لري، څنګه امکان لری چي يو بهرنی په جرعت سره ووايي چي زه ځم افغانستان ته او هلته خلګ وژنم، آيا موږ وطن دوستي نلرو جرعت نلرو څه شي نه لرو. تر چا کم يو د وطن څخه د دفاع په لار کي.

اولسمشر کرزی او د افغانستان نقشه
اولسمشر کرزی او د افغانستان نقشهانځور: AP

اولسمشر حامد کرزي د يکشنبې د ورځي په خبري غونډه کي وويل چي دا د افغانستان د حکومت دنده ده چي د خپل هيواد څخه په هر مانا دفاع وکړي.

کرزي په افغانستان کي وروستيو ځانمرګو بريدونو ته په اشارې سره وويل چي د پاکستان حکومت بايد خبر وي چي ډير ژر به موږ د پاکستاني طالبانو پر کورونو باندي د هغوي په خاوری کي حمله وکړو.

په بيت الله مسعود ملا فضل الله او پاکستاني ملا عمر پسي بايد موږ خارج ته ولاړ سو او هلته يي مړه کړو دا په ډاګه وايم د پاکستان حکومت هم بايد په دې پوسي. او خپل ملاعمر به پيداکړو بيرته به يي راولو دلې په افغانستان کي به يي په يو غار ننه باسو هغه مو خپل دی خپل داچي مو هرڅه ووايي خير دی ، خو خارجي چي زموږ سره د دښمني په خاطر راڅي په وړاندي يي دريږو او دا يي پيل دی.

اولسمشر حامد کرزی دغه راز د کابينې د يوشمېر غړو په اړه چي ويل کيږي د هغه سره هم فکره نه دي وويل ، په دې لټه کي دی چي په افغانستان کي یو ملي وحدت راولي، د هغه په وينا د په افغانستان هر وخت دا مشکل دی چي هر حکومت چي راغلي هغه افراد چي د هغوی سره هم فکره نه وي له منځه وړی دي او ياهم زندانونو ته لوېدلي دي او و دې ته اړتيا ده چي يو ملي وحد راسي تر څو هيواد آباد سي.