1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دا د فلسطينيانو لپاره د منلو وړ نه دی

۱۳۸۸ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

د فلسطين جمهوررييس محمود عباس د اسراييلود صدراعظم بنيامين نيتانياهو د بيانيې څخه ډيره مايوسي ښکاره کړل.

https://p.dw.com/p/IAkN

عباس د خپل وياند د لاري اعلان وکۍ چه د اسراييلو صدراعظم په خپلي بيانيې سره ټول هغه کوښښونه د ناکامۍ سره مخامخ کړل، چه غوښتل يې د فلسطينيانود شخړي حل رامنځته کي.

فلسطيني مشر منځګړي صاحب حرکت د اسراييلو دصدراعظم بنيامين نيتانياهو بيانيه په دغه ډول وڅيړل ،

« هغه ددوودولتو دحل دپاره نه وه، هغه داسراييلي ناقلينو دپاره د کورونو جوړول نه بندوي، او د طبعي ودي مخنيوی نه کوي . پدې ترتيب داچه موږ غوښتل د سولي پروسې ته حرکت ورکو، چه بيله هغه هم د کشف په رقم پر لاري ځي ،ودرول سول،او نيتانياهو هغه پر بلي خوا رهي کړل.»

د بنيامين نيتانياهولخوا د شرقي بيت امقدس د نه سپارلو، او د فلسطينيانو دبيرته راتګ د حق په رسميت پيژندل هم په لويديز اردن رام الله ، او هم د غزې په تراډه کي د حماس لخوا تر سختو انتقادونو لاندي راغلل. د حماس وياند سميع ابو ظهري وايي:

« د سولي د راتلو پر نيت سربيره، هغه يوه راسيسټي بيانيه وه، چه په فلسطيني خاوره کښي يې د يهودو دحق څخه خبري کولې،په عوض ددې چه د فلسطينيانو د حق څخه په خپله خاوره کښي خبري وکي، د شرقي بيت المقدس د ورسپارلو اوفلسطين ته د فلسطينيانو د بيرته ورتلو څخه. بيانيې عربانو ته بيله اقتصادي سولي بل څه ندي عرضه کړي.»

پخوانی جمهوررييس جيمي کارتر چه د څو ورځو راهيسي په منځني ختيځ کښي اوسيږي، په بيت المقدس کښي يې د اسراييلو د پارلمان د خارجي او امنيتي- سياسي کميټې سره په يوه جلسه کي وويل چه صدراعظم بنيامين نيتانياهوپه خپلي بيانيې سره د سولي د راوستو چانسونه کم کړل ، اوداسي يې وويل:

« زما په عقيده ده د سولي په لار کښي ډير نوي خنډونه جوړ کړل ، چه د پخواني صدراعظم په وخت کښي نه وه موجود. دی عملأ بيا هم د ناقلينو دپاره د کورونو پر جوړولو ولاړ دی، د ی د فلسطينيانو او عربانو څخه غواړي چه اسراييل د يهودي دولت په حيث په رسميت وپيژني ، پداسي حال کښي چه د هغه ۲۰ فيصده خلګ يهودان ندي. دا يوه نوې غوښتنه ده. جمهوررييس بارک اوباما ددوو دولتو د حل غوښتنه کړې وه ، او زه خوشاله يم چه صدراعظم بنيامين نيتانياهو دغه طرحه ومنل. »

په اسراييلي رسنيو کښي د نيتانياهو بيانيه په دا ډول ارزيابي سوې ده، چه که څه هم په هغه کښي بنيامين نيتانياهو يو څه د امريکايانو غوښتنه په نظر کښي نيولې وه، ليکن په اصل کښي يې داسي شرايط کښيښول ،چه د فلسطينيانو لخوا نسي منل کيدلای.

دبنيامين نيتانياهو د بيانيې څخه بيا د خپل ښي اړخي نشنلسټي حکومتي اييتلافي ملګري لخوا ملاتړ وسو.

د مخالفت کاديمه ګوندلخوا هم د نيتانياهو بيانيه په سمه لار کښي د يو قدم په حيث وستايل سول.