1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دا واري د جرمني د نشنليسټ ګوند( NPD ) دمنع کيدو چانس ډير دی

۱۳۸۷ دی ۲, دوشنبه

دالمان دننه دچارو دوزير ولف ګانګ شايبله په عقيده ، که چيري د« آلمان دملي ګوند » NPD دمنع کولو دپاره بيا قانونی اقدام وشی ،

https://p.dw.com/p/GLYA
د جرمني دکورنيو چارو وزير ولف ګانګ شويبله
د جرمني دکورنيو چارو وزير ولف ګانګ شويبلهانځور: picture-alliance/ dpa

ښايي داځلي يې دبري چانس ډير وی .

شايبله دغه خبره پرون دآلمان د ARD دتلويزيون سره په يوه مرکه کی کړې او ويلي دی چی هم بايد دآلمان امنيتي مقامات اوهم ددغه هيواد داساسی قانو ن دحراست دڅانګي مسؤلین د دغه تندلاري ښي لاسه ګوند فعالیتونه تر څارني لاندي ولري .ده وويل ، «وروسته له دې چی ما د جرمني دپاساو د ښاردپوليسو پر مشر باندی دسوء قصد خبر واريدۍ ، نو ما وويل چي اوس موږ بايد يوه سمه ارزيابي وکړو او حالات په ژور ډول وڅيړو . په روان وخت کی دپاساو دښار دپوليسو پر مشر باندی دسوء قصد دفقرې په هکله تحقيقات لا دوام لري . او په يوه داسي نظام کی چي دقانون پر بنا ولاړ وی ،هلته سړی نسی کولای چي په قياس او حدثیاتو سره پريکړي وکړي . خوکه چيري داسي بیلګی لاس ته راسي چي د آلمان نشنليسټ ګوند NPD دهغه سازمانونو سره څه اړيکي ولری چی دزور زياتيو څخه کار اخلی ،نو په هغه صورت کی کيداي سی چي ددغه ګوند دمنع کولو د پاره دسره اقدام وشی او په دي صورت کی به بيا په محکمه کي د بري چانس موجودوي .»

لکه څنګه چي د جرمني لمړۍ وزيره هم وايي ،کله چي داواري ددغه ګوند دمنع کولو دپاره په محکمه کي دعواکيږی ، بايد ددغه دعوا دباطليدو مخنيوی مخکي دمخه شوی وی .

نن ماښام دآلمان دپاساو دښار وګړی غواړی چی ددغه ښار دپوليسو دمشر اليوس مانيښل پرضد دسوءقصد دپيښی له امله چي په قوي ګومان سره دښی لاسوتند لارو کاروی ، دشمانو په لګولوسره خپل پيوستون وښيي ،او دښی لاسو پر ضد خپل داعتراض غږ پورته کړي . دآلمان دننه دچارو دوزير ولف ګانګ شايبله په عقيده موږ بايد دسیاسی او پولیسي پلوه دهغه ډلو فالیتونه تر څارني لاندی ونيسو چي زور زياتي او قانون ماتولو ته ميلان لری . او دابه اغيزه من کار نه وي چي موږ د آلمان د نشنلسټ ګوند NPD دمنع کيدو په مسالی باندي يوازی سیاسي جروبحث وکړو .