1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دبمبيي تر حملو وروسته د پاکستان اوهندوستان روابط

۱۳۸۷ آذر ۱۱, دوشنبه

هندوستان اوپاکستان په 1947 کال کي دخپلواکۍ له لاسته راوړلووروسته درې جګړې سره کړيدي .

https://p.dw.com/p/G6zH
آصف علي زرداري وايی چي هندوستان بايد دبمبيي تر پيښو وروسته ډیر شديدعکس العملونه ونه ښيي
آصف علي زرداري وايی چي هندوستان بايد دبمبيي تر پيښو وروسته ډیر شديدعکس العملونه ونه ښييانځور: AP

اوپه 2001 کال کي دهندوستان پر پارلمان باندي ترګوزار وروسته نژدې ؤ چي په څلورمه جګړه لاس پوري کړي .ترنن ورځي پوري دا څرګنده نده چي آيا پخپله هندوستانيانو پدي ګوزار کي لاس درلودۍ اوکه څنګه؟په هرډول :

وروسته تر هغه د دواړو هيوادو ترمنځ دشخړو دکمولو يوه لړۍ پيل شوه .دوي هڅه کوله چي دهيواد د سرحدونوڅخه دباندي ربړي لکه تروریزم اويا دخاوري پر سر لانجي له پخواڅخه زيادتره دګډ کار اوسوله ايزي لاري حل کړي .خوپه اړيکو کي دغه پرمختګ دبمبيي دګوزارونو له امله طبعا تر پوښتني لاندي راځي، چي هغه ته په پاکستان کي هم په انديښنې سره کتل کيږي .دپاکستان دبهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي وايي چي وضعه ډيره جدي ده، او جمهور ريس آصف علي زرداري څرګنده کړيده چی هندوستان بايد ډیر شديدعکس العمل ونه ښيی . همدغه ډول پاکستانی دسياسي علومو پوه اوکتاب ليکونکي حسن عسکري دهندوستان لخوا دتورونو تر لګولو وروسته دسولي دډیري نازکي لړۍ په خرابيدو باندي ډاريږي .دی هم دهندوستان داخلي سياسي مسايلوته ګوته نيسي ،چه طبعاً يوتعداد غواړي د هغه څخه ګټه واخلي .دهغه هيواد په ځينو ايالتونوکي اوس انتخابات تر سره کيږي اوپه 2009کال کي به پارلماني ټاکني په هندوستان کي تر سره سي .

دحکومت مخالف ګوند تراوسه څوڅو واره دلمړي وزير من موهن سنګ لخوا په ډيري سستۍ سره دترورپر ضد مبارزي باندې نيوکه کړيده .

په تيرو څلوروکالو کي چي ددوي ترمنځ خبري اتري بيا پيل شوي، ځيني دپاملرني وړ پرمختګونه راغلل .د دواړو هيوادونو ترمنځ دسرويس موټرو ،او اورګاډيو تګ راتګ بيرته پيل سو، او همدا لږه موده دمخه دشنې کرښي يعني دکشمير له سيمي څخه دسوداګري شيانو وړل راوړل پيل شول . پرکشمير باندي دواړه هيوادونه دخپلي خاوري ديوې برخي په توګه ادعا لري .تراوسه څو څو واره دښو هيلو دښودلو لپاره ددوي ترمنځ بنديان تبادله شويدي .همدغه ډول د تروريزم سره د مبارزي په خاطر دنژدې ګډکار ژمنه سوې ده .پاکستانيان دهندوستان د خلکوسره په ګډه ددغي پيښي له امله ويرکوي .خودوی پدې باندي خپه دي چي دهندوستان لخوا پردوي باندي د بمبيي د حملې دګناه دوراچول کيدو تور لګول کيږي .

دپاکستان ددفاعي چارو کارپوه سجاد نصير بيا، دډيري مودي راهيسي ددواړو رقيبو هيوادو ترمنځ سياسي فضا زهرجنه بولي او وايي چه ديوه کال راهیسی ددوی تر منځ په خبرو کښي پرمختګ ندی راغلی .

پداسي حال کي چي پاکستاني سياستوال دوضعي دلاتوديدو او خرابيدو اخطارونه ورکوي، ددغه هيوادرسنۍ بيا هرډول سياسي اوپوځي امکانات چي دعکس العمل په ډول به وښودل سي بيانوي ، او ويل کيږي چي که هندوستان په خپلو پولوکي دپوځ شمير ډير کړي ،نوپاکستان هم مجبوره دي چي د افغانستان سره په سرحدونو کښي دخپل پوځ يوه برخه د هندوستان سره دګډي پولي سيمي ته وليږدوي .چه دا به نه يوازي دپاکستان او هندوستان تر منځ روابط خراب ،بلکه ټوله سيمه به بې ثباته کي . دپاکستان دخارجه چارو وزير شاه محمود قريشي دشنبې په ورځ په دغه اړه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي وويل چه موږ دښه والي دراتلو هيله لرو ، خو په عين وخت کي مونږ پريږدۍ چي دډير خراب وخت دپاره طرحي هم جوړي کړو .