دجرمني حکومت په آواکس الوتکوکښی برخه اخيستل تصويب کړل
۱۳۸۸ خرداد ۲۸, پنجشنبهدالوتکو دورځ په ورځ ډيريدونکي تګ راتګ څارنه وکړي .
د جرمني دحکومت وياند اولريښ ويلهلم پدې اړه وايي ،«ددغو الوتکوګمارل به دفضأ کنترول بهتره کړي، او دټولو څه ملکي اوڅه عسکري الوتکو ساتنه به وکړي . او همدغه ډول به ګمارل شوي عسکر اودافغانستان دملکي وګړو په ساتلوکي هم ونډه واخلي . »
هغه څلور اواکس ډوله الوتکي چي د جرمني د يوه ښارآخن ته نژدې ځای پر ځای دي، په ناټو پوري اړه لري . دالمان اردو دڅو هيوادونو لخوا ګمارل شوي عملې دريمه برخه ګماري . ددغواکتشافي الوتکو څخه تل دسترو راغونډيدنو په وخت کي کار اخيستل کيږي . دمثال په ډول دفوټبال په نړيوالو لوبواودشمالي اطلس ددفاعي تړون دمشرانوپه غونډوکي . »
دکابيني داپريکړه پرهغو 3600الماني عسکرو سربيره چي په افغانستان کي دي ، د300نورو عسکرودګمارلواجازه هم ورکوي . دادنده به د جرمني دولسي جرګي( بوندستاګ )لخوا دجولای دمياشتي په سرکي ورکړله شي . مخالف ګوندونه غواړي چي پردغي طرحي باندي اول ښه غور وکړي . خودآزاد ديموکرات دګوند مشر ګيدو وِسترويله همدا اوس دموافقې دکولو اعلام کړيدی . دی وايي،
«ددې بنسټيزي غوښتني چي دافغانستان فضا بايده دي امنه شي، ملاتړکوو. ځکه پدې ډول مونږ په افغانستان کي دخپلو ښځينه اونارينه وو عسکرو امنيت هم ډيروو . پدې ډول موږ په افغانستان کي دخپلو الوتکودحرکاتو دپاره، کارکوو،ځکه چي مونږ دافغانستان په ډيرو سيموکي دهوايي حمل ونقل سياسي او پوځي مسؤليت پر غاړه لرو . »
دالمان اردو په افغانستان کي دناټو دآيساف څه ناڅه د نيمايي هوايي وړلو راوړلو دنده پر غاړه لري . اوسربيره پردې يې تورناردو ډوله اکتشافي الوتکي په افغانستان کي ځای پر ځای کړيدي . د جرمني حکومت دليل وايي چي پدي ډول نو آلمان د بل هرچاڅخه، دناتو لخوا دافغانستان دفضا له څارلو څخه زيادتره ګټه کوي .
دآواکس دګمارلو په وړاندي منفي ځواب کيڼ ګوند وايي . داګوند دالمان دمرکزي پارلمان يوازنی ګوند دی چي په افغانستان کي دالماني عسکرو ګمارل ردوي .
دنوموړي ګوند مشر لافونتين وايي ، «کيڼ ګوند به ددغو الوتکو ګمارل په خپلي خبري باندي ددريدوپه خاطر ردکړي، ځکه چي موږ نسو ويلای چي مونږ د جګړې سره مخالف يو ،خوددې جګړي د مخته بيولو دپاره مرسته کونکي وسايل په واک کي ورکوو. »
کيڼ ګوند وايي چه دآواکس دګمارلواصلي هدف داندی چي په افغانستان کي هوايي ترافيک ډاډه کړي،بلکه ناټو غواړي چي دهوايي جګړې لپاره ځان زيادتره سنبال کړي .
ويرک هويزر/ رحيله اميري
کتونکي : محمد قاسم نوري