1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دجرمني د پارلمان په مخکښي د ځوانو جلبيانو د وفادارۍ مراسم

۱۳۸۸ تیر ۳۰, سه‌شنبه

دا کار د دنيا په ډيرو هيوادو کي يو منلی کار دی ،خو په جرمني کښي نه ...

https://p.dw.com/p/IuUB
د پارلمان په مخکښي د عسکرو د وفادارۍ مراسم
د پارلمان په مخکښي د عسکرو د وفادارۍ مراسمانځور: picture-alliance/ dpa

يو جرمنی عسکر دا ډول لوړه کوي ،«زه لوړه کوم چې د آلمان اتحادي جمهوريت ته به په وفادارۍ سره خدمت کوم او د جرمني د ولس له حقوقو او آزادۍ څخه به په مېړانه دفاع کوم .»

د آلماني پوځ څلور سوو تنو ځوانو جلبيانو د آلمان د پارلمان څخه مخکې لوړه کوي چې د آلمان د ولس له حقونو او آزادۍ څخه به دفاع کوي . نه وخت او نه ځای د تصادف له مخې ټاکل شوی دی . د آلمان د رايشستاگ ودانۍ مخکې د ځوانو عسکرو لخوا لوړه کول، چې د آلمان پارلمان يا بوندستاگ پکښې راغونډيږي، دا معنا لري چې د آلمان اردو يو پارلماني پوځ دی .

د آلمان لومړۍ وزيره انگلا مېرکل وايي :«په دغه ودانۍ کې د آلمان د ټول ولس استازي او يو دموکرات او حقوقي حکومت تاسو ته ماموريتونه تعيينوي . تاسو دلته ولاړ ياست تر څو حقوقو اوآزادۍ ته خدمت وکړئ، او دا خبره راته ډيره مهمه ده ،چه هر څوک دلته د مستقل او مسؤل شخصيت په توگه ولاړ دی .»

دجرمني صدراعظمه وايي ، عسکر د دولت اتباع دي چې يونيفورم يې اغوستی دی،او کله چې د اساسي قانون بنيادي ارزښتونه په سوال کې راځي، نو هغوی دې ته اړ نه دي چې امر ومني . ددغسي يو موقف ښه بېلگه د 1944 کال د شلم جولای مقاومت کونکي دي . په دغه ورځ د آلمان د پخواني پوځ صاحب منصب کلاوس شېنک گراف فون شتاوفنبېرگ د نازيانو له نورو مخالفينو سره يوځای، چې پوځي حلقو پوري يې هم اکثرا اړه درلوده، هڅه کړې وه چې هيټلر مړ کي . دغه بمي بريد ناکامه سو، او شتاوفنبېرگ او په لسگونو نور مقاومت کونکي اعدام شول . د دفاع د وزير، فارانڅ يوزف يونگ په وينا دنازيانو د دغو مخالفينو په عنعنه او دود کې د آلمان پوځ قرار لري .

دی وايي ،«بوندسوېر او د جولاي شلمه نېټه نه بېلېدونکی تړاو سره لري . ځکه نو مهمه ده چې نن زموږ ځوان عسکر د رايشستاگ ودانۍ او پارلمان مخې ته لوړه کوي . موږ په علني ډول د پوځي مقاومت عنعنې ته وفاداره يو. موږ په دغه دود او عنعنه په حقه وياړو. »

د وفادارۍ د لوړې د مراسمو د مخالفينو د احتجاجونو سره سره ټوله پېښه په آرامه فضا کې تر سره شوه . له 1500 زياتو پوليسو ساحه په پراخه توگه محاصره کړې وه او رابلل شوي مېلمانه چې ډېری يې د ځوانو عسکرو خپلوان او ملگري وو، له تلاشۍ وروسته ميدان ته راداخل شول . له دې امله د آلمان د حکومت لخوا اعلان شوي د لوړي علني مراسم نه تر سترگو کېدل .

د مراسمو جريان
د مراسمو جريانانځور: AP

دا چې د وفادارۍ د لوړي علني مراسم غير ممکن دي، ځکه چې لاريون کونکي يې خنډ گرځي، د آلمان په ټولنه کې د چا دسرخوږۍ سبب نه گرځي . د آلمان جمهوررييس هورست کوېلر لږه موده وړاندي، شکايت کړی و چې جرمنيان له خپل پوځ سره لېولتيا او علاقه نه لري .

راينهولد روبهء چې د آلمان د پارلمان لخوا د دفاعي چارواستازی دی، د آلمانانو د پاسيفيستي يا سوله غوښتونکي دريځ سپيناوی په دې ډول کوي چې د جرمني له خاوري څخه په شلمه پېړۍ کې دوه واره نړيوالي جگړې پيل شوې وې . خو روبهء د آلمان په تلويزيون کې وويل چې د آلمان نننی پوځ يوه دموکراته عنعنه لري او د دې وړ دی چې د ټولنې لخوا ومنل شي .

دی وايي، « موږ هره ورځ زخميان او مړي لرو. ښځينه او نارينه عسکر د پارلمان لخوا ماموريتونو ته لېږل کيږي . دا زما په فکر په کافي اندازه دلايل دي څو په دې باندي غور وسي، چې زموږ ټولنه څنگه په دې کې ونډه اخيستلی شي چې د عسکرو مسلک ومنل شي او عسکران هغه څهء تر لاسه کي چې يې غواړي، يعنې د خپلي سختي دندي دپاره اخلاقي ملاتړ . »

که د «سختې دندي» منظور په خارج کې د آلمان پوځي ماموريتونه وي، نو ښايي چې د المان پوځ به په مناسب موقعيت کې قرار نه لري . په نظر پوښتنو کې ډېرۍ آلمانان له دغو ماموريتونو سره مخالفت ښکاره کوي، په تېره بيا د افغانستان له ماموريت سره .

کوپرانيش / نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري