1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دجرمني پارلمان د آلماني عسکرو دخدمت موده يو کال نوره اوږده کړل

۱۳۸۸ آذر ۱۳, جمعه

دافغانستان په هکله دآلمان په اتحادي پارلمان کي دخبرو په آجندا کي پرون پر دو موضوعګانو باندي خبري او پريکړي وشوې : يوه په کندوز کي دتيلو دټانکرونو پربمبارۍ،او بله د آلماني عسکرو دخدمت دمودې پر اوږدولو

https://p.dw.com/p/Kq6e
دجرمني په پارلمان کښي د آلماني عسکرو دخدمت موده د اوږده ولو، او په کندوز کي دتيلو دټانکرونو پربمبارۍ باندي جروبحثونه
دجرمني په پارلمان کښي د آلماني عسکرو دخدمت موده د اوږده ولو، او په کندوز کي دتيلو دټانکرونو پربمبارۍ باندي جروبحثونهانځور: picture-alliance/dpa

چي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په کتار کي دغه هيواد ته استول شوي او په روان وخت کي يي شمير 4500 ته رسيږي .

دهمدې روان ميلادي کال دسپتمبر دمياشتي په څلورمه نيټه په کندوز کي دتيلو پر دو ټانکرونو باندي دبمبارۍ دپيښي په اړوند دآلمان داتحادي پارلمان ، حکومت او دعامه افکارو دپاره خاصتاً دوه ټکي داهميت وړ وه او دي . يو داچي آيا له پوځي پلو ه دغه هوايي عملياتو ته ضرورت ؤ او که نه . دوهم داچي آيا ددغه پوځي عمليا تو په وخت کي ملکي وګړي تلف شول ؟

دآلمان ددفاعي چارو پخوانی وزير فرانس ژوزف يونګ چي دآلمان په نوې اتلافي کابينه کي دکار وزير ؤ، خو په همدې اونی کي په کندوز کي دهوايي عملياتو دپيښي په اړوند استعفا ته اړ شوی ، ويلي وه چي دغه هواي عمليات د پوځي لحاظه سم او حتمي کار ؤ،اوپه دغه عملياتو کي زياتره کسان چي وژل شوي وه، هغه طالبان وه .

که څه هم چي دآلمان ددفاعي چارو نوي وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ په لمړي سرکي هماغه پخوانی دريځ تاييد، خو نوموړي پرون ويلي دي چي « په کندوز کي هوايي عمليات له پوځي پلوه ضروري نه وه » ګوتنبرګ دغه خبره پرون دالمان په اتحادي پارلمان کي کړيده . ده وويل،

«اوزه بيا داخبره تکراروم : زه په کندوز کي دالماني ځواکونو قوماندان ډګر وال کلاين اونورو پوځي منصبدارانو ته چي دلته حاضر دي داخبره په ډاګه سره کوم چي دوی دهر ډول شک او ترديده څخه پرته عمل کړی او خپل وجدان ته مسول ندي ، خو بياهم دهغه معلوماتو له مخي چي نن ورځ يې لرو او دمخه ددغه معلوماتو يوه برخه پټه ساتل شوې وه ، زه ويلای سم چي له پوځي لحاظه دغه عمليات ضروري نه وه، او زه داخبره چي دلته کوم ، بيله حقوقي ارزيابيو څخه ده اودا زما قضاوت دی چي وايم ، په خواشينی سره زه ددغي پيښي په اړوند بايد خپل پخواني نظر سم کړم او ووايم چي په کندوز کي پوځي عمليات مناسب نه وه . زه دلته خپل قضاوت بدلوم نه دډګروال کلاين سره خپل تفاهم او له همدي امله نه غواړم چي ډګر وال کلاين له خپلي دندي څخه ليري شي .

طبعا او س په آلمان کي داخبره هم منل شوې چي په کندوز کي دپوځي عملياتو په وخت کي ډير ملکي وګړي تلف شوي او دتاواني شوي کورنيو دپاره دآلمان دبريمن په ښار کي دوو افغاني وکيلانو دغه کورنيو ته دخسارې دورکولو دپاره په محکمه کي ددعوا اقامه کړي .

بله موضوع په افغانستان کي دالماني عسکرو دماموريت دمودي اوږدول وه چي په قاطع اکثريت سره دآلمان اتحادي پارلمان ددغه هيواد دکابيني دا پريکړه منلې، چي يو کال نور هم په افغانستان کي آلماني عسکرخپل ماموريت ته دوام ورکړي .

درايو اخيستلو څخه مخکي دآلمان په اتحادي پارلمان کي دبيلا بيلو ګوندونو استازو په دې اړه څرګندوني هم کړيدي . دآلمان دسوسيال ديموکرات دګوند دبهرني سياست کار پوه هنس اولريښ کلوزه وايي چي :

«دابه ښه وای که چيري امريکايانو دافغانستان په هکله دخپلي نوي ستراتيژي تراعلامولو مخکي دخپلو ملګرو هيوادونو سره سلا مشوري کړي وای ، نو په دې صورت کي به دغه نوې ستراتيژي يوازي دامريکايانو نه بلکي دناټو ستراتيژي وای .

يا دشنو له ګونده څخه ددغه ګوند دپارلماني فراکسيون مشر يورګن تريتين وايي چي :

«تاسي دلته زمونږ څخه يوه پريکړه غواړی ، چي په افغانستان کي ديوه کال دپاره دهغه آلماني عسکرودخدمت موده اوږد کړای شي چي په روان وخت کي په افغانستان کي ماموريت لري ،او بيا دافغانستان دنړيوال کنفرانس څخه وروسته ښايي په دې شمير کي بدلون راسي . په حقيقت کي تاسي د پارلمان څخه په دې موضوع کي په اصطلا يو سپين چک غواړي . »

يوازنی ګوند چي دالمان په اتحادي پارلمان کي په افغانستان کي دالماني عسکرو دخدمت دمودې داوږدولو سره يې مخالفت کړی دکيڼ لاسو ګوندؤ:

«مونږ له دې سره مخالف يو چي جرمني په جګړو کي ونډه واخلي او مونږ به هم دآلمان په پارلمان کي او هم په واټونو کي په افغانستان کي ديوه اوربند دپاره خپل غږ پورته کړو . »

ويرکه ويزر/ فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري