1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دجرمني پارلمان په افغانستان کی دآلماني پوځ نوی مامويت ومانه

۱۳۸۸ اسفند ۷, جمعه

د آيساف په چوکاټ کی ددغه ماموريت د اوږدولو په پلوۍ 429 وکيلانو مثبتي، 111 منفي او 46 وکيلانومستنکفي رايي ورکړې

https://p.dw.com/p/MDIt
دجرمني مرکزي پارلمان
دجرمني مرکزي پارلمانانځور: picture-alliance/dpa

په مجموعي ډول د تېر کال د دسمبر د مياشتې د رايې اچونې په نسبت سږ کال شپاړس لږې مثبتې رايې صندقونو ته ورلوېدلې دي. د آلمان سوسيال دموکرات گوند اعلان کړی و چې استازي به يې د افغانستان نوی ماموريت ومني او مثبته رايه به وکاروي. د شنو د پلاوي اکثرو غړو د مستنکفو رايو د اچولو پرېکړه کړې وه، کيڼ پلو گوند د «نه» رايې د اچولو تصميم نيولی و. خو د رايې اچونې تر مخه د آلمان د پارلمان رئيس نوربرت لامرت چې د مسيحي دموکرات گوند پورې اړه لري، د کيڼ پلوو د گوند تقريبا ټول استازي د ناستې له ځای څخه ايستلي وو ځکه چې د شعارونو په ملتيا يې د افغانستان د ماموريت په وړاندې احتجاج کړی و.

«زه له تاسو څخه هيله کوم چې سمدلاسه شعارونه لرې کړئ. زه ټول هغه خلک چې له دغې خبرې څخه يې سرغړونه کړې ده، له ناستې څخه وباسم.«

خو د لامرت په وړانديز او نورو گوندي پلاوو د پرېکړې له مخې د کيڼ پلوو پلاوي هم په رايه اچونه کې گډون وکړ. د نوموړي گوند غړو په پارلمان کې د افغانستان د جگړې د ملکي قربانيانو نومونه په لوحو باندې ليکلي او حاضرينو ته ښودلي وو.

د کيڼ اړخو د پلاوي مرستيالې مشرې، گېزينه لويچ په پارلمان کې له دغې احتجاجي پېښې څخه ننگه کړې ده. هغې زياته کړه چې دا په پارلمان کې د وژونکو بمباريو د قربانيانو «د يادونې د يوې پېښې» په توگه گڼل کيږي. دغه څرگندونې مېرمن لويچ نن د جمعې په ورځ په برلين کې وکړې. هغې له خپل گوندي پلاوي څخه مننه وکړه چې د هغې په وينا «له احتياط او کرامت ډکه يوه پېښه» يې رامنځته او تر سره کړه. د چپيانو گوند له ډېرې مودې راهيسې دا غوښتنه لري چې د آلمان ټول پارلمان دې په افغانستان کې د بمباريو د قربانيانو په درناوي د يادونې مراسم په لاره واچوي. مېرمن لويچ د آلمان د پارلمان د مشر لامرت پرېکړه يو «استثنايي کار» وباله چې له پارلمان څخه يې ورته د وتلو غوښتنه وړاندې کړه.

د نوي ماموريت له مخې به د آلماني عسکرو شمېر له دا مهال څلور نيم زرو تنو څخه 5.350 عسکرو ته لوړ شي. په دې شمېر کې درې نيم سوه تنه نارينه او ښځې د احتياطي سرتېرو په توگه هم راغلي دي. دغه ماموريت يو کال دوام لري، او نوموړي عسکر به په راتلونکي کال کې بېرته له افغانستانه وايستل شي. خو آلمان نه غواړي چې د عسکرو د بشپړې وتنې لپاره يوه دقيقه نېټه وټاکي. د اوسني ماموريت د منځپانگې او په محتوا کې راغلو ټکو هم بدلون موندلی دی. اصلي پاملرنه اوس د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته اوړي. دا په دې موخه کيږي چې افغانستان په راتلونکو پنځو کالونو کې خپلې امنيتي چارې پخپله په غاړه واخلي او مخ ته بوزي.

DPA/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري