1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دحقاني شبکه د متحده ایالاتو په تور لست کې شاملیږي»

۱۳۹۱ شهریور ۱۷, جمعه
https://p.dw.com/p/164pn

دنیو یارک ټایم ورځپاڼې خبر ورکړی دئ چې متحده ایالات دې ته چمتووالی نیسي چې د حقاني شبکه په خپل تور لست کې شامله کړي. د نیویارک ټایمز په حواله یو شمیر امریکایي چارواکو چې د حقانې د شبکې په تور لست کې د شاملیدو په حق کې نه وو په دې اړه انديښنه څرگندوله چې ښایي دغه کار به له پاکستان سره اړیکي نورې هم خرابې کړي او د هغه امریکایي سرتیري برخلیک چې د یاغیانو په منگولو کې دئ هم له خطر سره مخامخ کړي.

رپوټ زیاتوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو او پوځي چارو چارواکو د نوموړې ډلې په تور لست کې د شاملیدو له پاره په دې ټینگار کاوه چې په دې کار سره به د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په څیر هیوادونو کې د نوموړي ډلې د مالي مرستو فعالیتونو کم کړای شي او له بل پلوه به په پاکستان دا فشار راوړل شي چې د دغې ډلې پر ضد عمل وکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړپوړي چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي دي چې د هغه د معلوماتو له مخې، اټکل کیږي چې هیلري کلنټن به نن کانگرس ته د حقانې د ډلې په اړه خپل رپوټ ورواستوي او وروسته په اړه به په دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.