1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دحلقوې سرک د جوړيدو چارې له ځنډ وروسته بيا پيليږي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

د افغانستان د حلقوې سرک د جوړلو کار چې د امنيتي دلايلو له امله د افغانستان په شمال لويديځه څنډه کې ځنډيدلي وو له څو مياشتنې ځنډ وروسته بيرته پيليږي

https://p.dw.com/p/11J2N
د پروان لویه لاره
د پروان لویه لارهانځور: Pahjwok Afghan News

د دغه سرک ټوليز اوږد والي شاوخوا دري نيم زره کيلومتره ښودل سوي. په کابل کې د ټول ګټو چارو وزارت چارواکو دويچې ويلې ته وويل چې دغه کار د بادغيس په ولايت کې له ځنډ سره مخ سوي وو.

ظاهراً په هغو سيمو کې چې دغه واټ ترينه تيريږي امنيتي ګواښونه د دغه کار د ځنډيدو لامل ښودل سوي وو خو ګمان کيږي چې تخينکي نيمګړتياوي د دغه ځنډ نور لاملونه دي چې چارواکې ترينه يادونه نه کوي.

په دغه واټ له څو کلونو راهيسې کار روان دي چې ورته په سلګونو مليونه امريکايې ډالر بيل کړاي سوي دي.

دمګړۍ د دغې پروژي د بيا پيليدو لپاره تياري نيول سوي او تر راتلونکې اکتوبر مياشت پوري يې کار بيا پيليږي.

د ټول ګټو چارو وزارت مرستيال احمد شاه وحيد په دي اړه وويل: «د اکتوبر مياشتې په نيمايې کې به دغه کار بيرته پيل سي، او هغه ۵۰۰ مليونه امريکايې ډالره چې دغې پروژې ته بيل سوي، امنيتي تدابير، د کار موندنې موکې او نور ټولې کوچنۍ هغه پروژې چې د دغې سترې پروژي لپاره اړينې دي په کار اچول کيږي.»

دويچې ويلې ته د افغانستان له شمال څخه را رسيدلي معلومات دا ښيې چې يوازي په بادغيس ولايت کې نه بلکې په فارياب او بلخ ولايتونو کې هم د حلقوي عمده واټ د جوړيدو چارې په ټپه دريدلي دي.

د بلخ ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د تير کال په ورستيو کې د دغې مهم پروژې چارې هغه مهال له ځنډ سره مخ سوي چې وسله والو سړو د هغو بنګلديشي انجينيرانو په مرکز يرغل وکړ چې ورته د اړوند سرک د جوړلو چاري سپارل سوي وي.

خو اوس ښاغلي وحيد وايې چې د بادغيس ولايت په اړوندو سيمو کې د سيمې خلکو ورته ژمنه کړي چې د واټ د جوړونکو امنيت به خوندي ساتي.

ده وويل: «کله چې د بادغيس خلکو خپل ژوندونه د هغو سيمو د خلکو له ژوند سره پرتله کړ له کومو څخه چې پوخ واټ تيريږي، نو په دې پوه سول چې دغه سرک د دوي په ژوند کي څومره لوي مثبت بدلون راوستلاي سي نو بيرته راغلل او حکومت ته يې ژمنه ورکړه چې د دغې پروژي د پلي کيدو لپاره هر راز مرستي ته چمتو دي.»

د افغانستان د حلقوې سرک د جوړلو کار له تيرو نهو کلونو راهيسي پيل سوي دي. د دغه واټ ټوليز اوږد والي شاوخوا ۳۴۰۰ کيلومتره ښودل سوي چې پلازمينه کابل په شمال کې له بلخ، په لويديځ کې له هرات، په سويل کې له کندهار او په ختيځ کې له ننګرهار سره نښلوي.

دغه واټ له يو شمير نورو لويو او وړو هغو ښارونو هم تير سوي کوم چې يې د غزيدو په مخ کې راغلي دي.

له اقتصادي پلوه به د افغانستان د حلقوي سرک جوړيدل د افغانانو اقتصادي ودې ته ډيره ګټه وه رسوي او له دې سره به د ملک کورني محصولات پر وخت سره نږدې او حتي د سيمې بازارونو ته د خرڅلاو لپاره وليږدول سي.

جلالزي/ کابل
کتونکي/ مسعود جهش