1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دخوست او پکتيا د لويي لاري مسافر د نظامي قطارونو څخه سرټکوی

۱۳۸۹ شهریور ۵, جمعه

دلويو لارو په اوږدو کي دبهرنيوځواکونو پوځي او اکملاتي کاروانونه مسافرينوته دتګ راتګ پرمهال ستونزي پيدا کوي،دخوست اوپکتيا ترمنځ دلويي لاري مسافر وايي خارجي ځواکونه دلاري په اوږدوکي ډير وخت دريږي

https://p.dw.com/p/OxxN
انځور: AP

او ددوی موټرانو ته د خپلو کاروانوڅخه دتيريدو اجازه نه ورکوي .

دهيواد په جنوب ختيځ کي دخوست اوپکتيا ولايتو ترمنځ غزيدلې لار يوه د هغو لويو لارو څخه ده چي هره ورځ په زرګونه مسافر کابل ،غزني ،لوګر، پکتيا، پکتيکا اويو شمير نورو ولايتواو يا پاکستان ته سفرونه کوي .

ددغه لاري تلونکي مسافر دلاري په اوږدو کي د ځينو نورومشکلاتو څخه هم سرټکوي :

دوی وايي چی دچارواکو لخوا د بيا بيا ژمنو سره سره دخوست اوپکتيا ترمنځ د ړنګه کنډو کپرلاري د جوړيدو چاري سُستي رواني دي، اود بلي خوا پردغه لويه لار دبهرنيو ځواکونو دپوځي او اکملاتي کاروانونو تګ راتګ ددې لاري ډير مسافرين د ستوونزو سره مخامخ کړيدي .

سيدکريم شاه چي دخوست او پکتيا ترمنځ سراچه موټر چلوي ، د المان ږغ راډيوته وويل چي دخارجي قواوو نظامي کاروانونه ددې سبب سويدي چي دپخوا په مقايسه څو ساعته ناوخته ګرديز ته ورسيږي .

پر دغه لويه لار تلوونکي مسافر وايي چي ددولت څخه يې په وار وار غوښتنه کړيده چي دخوست او پکتيا ترمنځ دغزيدلي سړک د تلونکو مسافرو ستونزي دي ورحل کړي ،خو دولت تراوسه پوري هيڅ اقدام نه دى کړی . دوی وايي خارجي ځواکونه ډير وخت دلاري په اوږدو کښي دريږي اولار دڅو ساعتو دپاره دموټرانو پر مخ تړل سوې وي ،اوپه لسګونه مسافروړونکي موټران چي ناروغان ،خارجي مسافر او نور ډيرکسان پکښي سپاره وي، دتګ انتظار کوي .

څه موده دمخه موږ هم پر همدې لار ديوه عاجل کار دپاره کابل ته روان ؤ چي دخوست او پکتيا ترمنځ د دنګو غرونو په منځ کي څو ساعته دخارجي قواوو دپوځي کاروان له امله ودرول سوو.

ديادولو وړ ده چي دغه ستونزه پرلويو لارو سربيره دهيواد په ډيرو نورو سيمو کي هم ترسترګو کيږي او ډير وخت داسي هم پيښ سويدي ،چي خارجي قواوو د خپل کاروان ترشا دملکي خلګو پرموټرانو باندي خطايي ډزي وکړي ،چي ډير کله مرګ ژوبله هم له ځان سره لري .

فريدالله ظاهر

کتونکی : محمد قاسم نوري