1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دخوست بزګر: نه پاملرنې اړ کړي يو چې دکوکنارو کرل بيا پيل کړو

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه

دخوست بزګرانو له المان غږ راډيو سره په خبرو کې وويل سره د دې چې په خوست کې د تېرو څوکالونو راهيسې کوکنار نه کرل کيږي خو بيا هم چا ورسره مرسته نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/OcaS
د کوکنارو د کرلو څخه ډه ډه کوونکو کښتگرو سره د مالي کومک ژمنې سوي وېانځور: AP

په خوست کې کروندګر شکايت کوي چې دکوکنارو دنه کرلو په بدل کې تراوسه ورسره چا هيڅ مرسته نه ده کړې. بزګران وايي دوی په خپله خوښه دنشه يي توکو له کرنې څخه ډډه کړي او دا وخت په خوست کې دکوکنارو يو بوټى هم نه دى کرل شوى. دوی غوښتنه کوي چې نړيواله ټولنه او افغان دولت دې ورته په بدل کې د ځمکو لپاره بندونه جوړ کړي. اصلاح شوي تخمونه ،کيمايي سرې دې ورکړي او په نورو برخو کې دې ورسره مرسته وکړي.

خوست دهيواد يو له هغه ولايتونو څخه دى چې اتيا په سلو کې اوسيدونکي يې خپل ژوند دکرنې او مالدارۍ له لارې پر مخ بيايي. د دغه ولايت ډيرى برخه غرونو،ځنګلونو او للمې ځمکو نيولي چې کرنيزه ځمکه يې ډېره کمه ده د زراعت برخې کارپوهان وايي چې دخوست اب هوا د ډول ډول ميو،سبزي جاتو او غلودانو دکرکيلې لپاره لپاره برابره ده خو دبزګرانو لپاره په هغه اندازه چې لازمه ده امکانات ورته ورکړل شي نو نه يواځې دا چې دخوست اوسيدونکي بلکې دګاونډيو ولايتونو خلکو ته به يې هم ګټه ورسيږي.

دخوست بزګرانو له المان غږ راډيو سره په خبرو کې وويل سره د دې چې په خوست کې د تېرو څوکالونو راهيسې کوکنار نه کرل کيږي خو بيا هم چا ورسره مرسته نه ده کړي بزګران زياتوي کچېرې دولت غواړي چې دخوست خلک يو ځل بيا د کوکنارو کر کيلې ته مخه نه کړي نو په اړونده برخه کې دې ورسره لازمې مرستې وکړي. دوۍ يوه ګيله دا هم کوله کومې مرستې چې ورسره کيږي بې وخته وي او د اړتيا پرمهال ورڅخه ګټه نه شي اخيستى بزګرانو همدا رنګه ګواښ وکړ که چېرې دولت ورسره د زراعت په برخه کې مرستې ونه کړي نو يو ځل به بيا په خوست کې د کوکنارو کرل پيل کړي.

خو دخوست ولايت دنشه يي توکو سره دمبارزې ريئس ميرناګل تڼيوال وايي چې دوۍ له بزګرانو سره دکوکنارو د نه کرلو په بدل په غيرې مسقيم ډول مرسته کړي،نوموړى وايي دخوست شيخ زايد پوهنتون لپاره د انجونو ليليه دخوست په مرکز کې دمعتادينو روغتون او دصبريو په ولسوالۍ کې دکلينک جوړول هغه څه دي چې د مرکزي دولت لخوا خوست ته د کوکنارو دنه کرلو په بدل کې د ورکړل شويو پيسو په لګښت جوړيږي. ديادونې وړ ده چې دا درې کاله په خوست کې بزګرانو دکوکنارو کرل پريښودلي.

ليکونکی: فريدالله ظاهر
کتونکی: احمدولي اڅکزی