1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دخوست په ملکي روغتون کي ناروغانو ته لږ پاملرنه کيږي

۱۳۸۹ مهر ۹, جمعه

دخوست ولايت يو شمير اوسيدونکي شکايتونه کوي چي د روغتيايی خدماتوپه برخه کي د ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دي

https://p.dw.com/p/PS5D
انځور: AP

ځيني کسان خو بيا وايي چي د لازمي درملني د نه موجوديت له کبله دوۍ دې ته هم اړ کيږي چي خپل مريضان پاکستان ته د تداوی دپاره بوزي ، ځکه چي په دولتي روغتونو کي يې سمه تداوي نه کيږي، او په شخصي روغتونو کي دلوړ لګښت له امله د درملني توان نه لري . دوه تنه مريضان چي څه موده دمخه په يوه بمي چاودنه کي ټپيان شوي وه،المان ږغ راډيو ته وويل،

(زه الماس خان تير کال چي کله دخوست ښار په سبزۍ منډايي کي چاودنه وسوه ،زه يي هم ټپي کړم ملکي روغتون کي تر درملني لاندي وم ، خو ډاکټران به کله راته راتلل او کله نه . آخر شخصي روغتون ته ولاړم ، هغه بې انصافوډاکټرانو راڅخه په درملنه يولک څلويښت زره کلداري واخيستې ،موږ څه وکړو اخر زموږغريبي ګوره دغه ډاکټران ګوره ، زه ګل جنان ملکي روغتون ته ولاړم هيڅ پام راته نه کيدی اکسيرې هم چا راته نه کوله ،کله چي شخصي شفاخاني ته ولاړم ښه درملنه مي وسوه، خو ډيري پيسي مي ولاړي ،په خداى که مي اوس د يوې روپۍ درک هم لګيږي)

Afghanistan Kriegsopfer im Krankenhaus Kabul
انځور: AP

دخوست دعامي روغتيا رئيس ډاکټر اميربادشاه رحمت زى دخوست په ملکي روغتون کي ځيني ستونزي مني ،خو دی هغه مريضان هم ملامت بولي چي په درملنه پسي شخصي روغتونونو ته ځي ،

ښاغلى رحمت زى وايي تل يي هڅه کړې چي دخوستيانو دپاره د روغتيا په برخه کي وړ اسانتياوي برابري کړئ

دا چي په شخصي روغتونو کي ولي ډيري پيسي اخيستل کيږي، دخوست دعامي روغتيا رئيس ډاکټر اميرپادشاه رحمت زى وايي چي په نژدې راتلونکي کي به پدې اړه جدي پلټني پيل کړي او هغه روغتوونه چي د ورکړل سوي لايحې څخه سرغړوي ، دوی به ورسره قانوني چلند وکړي .

خوست چي يو پُرنفوسه ولايت دى دا وخت يواځي يو ولايتي ملکي روغتون لري چي پخوا ديوې لويي ولسوالۍ په کچه جوړ سوی ؤ، خو چارواکي وايي دخوست هغه 150 بستريز روغتون چي دجوړيدو کارونه يې دا وخت 80 فيصده سرته رسيدليدي ، په بشړيدو سره به يې دخوستيانو ډيري ستوونزي هواري سي .

فريدالله ظاهر

کتونکی : محمد قاسم نوري