ددريم مقام پر سر سيالي
۱۳۸۹ تیر ۱۹, شنبهپه دغه دوره کښي به فاينل ته راوتلي کاميابه دوه ټيمونه هسپانيه او هالينډ داول او دوهم مقام دپاره ، او دوه نور ټيمونه جرمني او يوروگوای به بيا ددريم مقام دپاره يو د بل سره مسابقه وکي . کم ټيم او هيواد چه اول سي ، هغه به د4 کلو دپاره جهاني قهرمان پاته وي ، او دوهم کاميابه ټيم به يې د مرستيال په حيث پاته سي .
هسپانيې چه د چارشنبې په ورځ د جرمني څخه په يو پر صفر سره د فټبال مسابقه يووړل، او اوس د يکشنبه په ورځ د هالينډ سره ميچ کوي ، تيرو مسابقو ته په نظر اچولو سره به په اغلب گمان دغه مسابقه هم يوسي .
خو داچه جرمني پر هسپانيې باندي ميچ بايلوي ، او هغه هم په داسي حال کښي چه ارجنټين او انگلستان ته يې ماته ورکړې وه ، نو يې نه يوازي د ټيم غړي ، بلکه ټوله جرمني ورسره خوابدی دی .
ددغه ټيم کپتان چي په داسبا راظاهر سوی ؤ ، تر اوسه لاهم نسواي کولاي چه وخاندي ، او ځړيدلی او خوابدی مخ يې د ورايه معلوميدی . دی وايي،
«طبعأ په اول سر کښي دا ډيره مايوسه کونکې ده ، او سړی هر 4کاله وروسته نيمه فاينل ته نه راوزي . خو سربيره پر دې سړی بايد ووايي چه دغه ټيم واقعأ ډيري ښې او د ليدو وړ مسابقې وکړې . زموږ ټيم نور هم په فټبال کښي ډير ماهر او بايد سخت تمرينونه يې کړي وای ، تر څو په راتلونکو 4 کلو کښي بيرته د قهرمانۍ دپاره مسابقه وکولای سي . »
د جرمني د فټبال ټيم د نړيوال جام د ۴ هفتو په جريان کښي دونه پرستيژ او اعتبار پلاس راوړی ،او خلگو ته يې خوشالي ورپه برخه کړه ، چه حکومتي اييتلاف په 4 کلو کښي هم خلگو ته نده ورکړې ، او نه يې هم دونه اعتبار حاصل کړيدی .
د يوآخيم لو په ټرينرۍ سره دغه ټيم نه يوازي جرمنيانو ، بلکه گرده دنيا ته خوشالي ورپه برخه کړه، او داسي کسان يې د فټبال شوقيان او علاقه مندان کړل ، چه شايد په ژوند کښي يې يوه ورځ هم فټبال نه ؤ کړی .
خو د جرمني د ټيم غړي د هالينډسره ددوی د مسابقې دمخه لا هسپانيه اتله بولي . دوی وايی چه هسپانيې په حق سره د جرمني څخه مسابقه يووړه ، او په هغه کښي هيڅ شک نه ويني . هسپانيه د وتلو او تکړه فټبالرانو لکه اِنسيتا، خاوي ويلا اونورو په درلودلو سره تر دوی ښه وه ، او جرمني نسوای کولای ددوی مقابله وکي . په دغه مسابقه کښي نه يوازي بال ، بلکه ټوله بازي د هسپانيې د سنټر افانو په لاس کښي وه ، او هغه يې کنټرولوله .
طبعأ د جرمني د ټيم ډير وتلی او ځوان فټبالر توماس مويلر ددوو ژيړو کارټو د اخيستلو له کبله په بازي کښي گډون نه ؤ کړی، خو شايد په دغه شپه د مويلر پر موجوديت سربيره هم جرمنيانو ميچ بايللی وای ، او ده يوازي کفايت نه وای کړی ، چه د هسپانويانو مخ يې نيولی وای .
د جنوبي افريقا به دوربان کښي د اروپا اتل هسپانيې ښکاره کړه ، چه دوی په حق سره د اروپا د فټبال گرده ټيمونه وړي وه ، ځکه به نو لکه زموږ کارپوه ښاغلی همايون طاهر چه يې هم تاييدوي ، هالينډ هم يوسي . او نړيواله اتله به سي .
نن شپه به د جرمني ټيم د جنوبي افريقا د پورت اليزابت په سټوډيم کښي د يوروگوای سره ددريم مقام د گټلو پر سر ميچ سره وکي .
جرمني او يوروگوای د اولي پلا دپاره د 1966عيسوي کال د جولای پر 23 په انگلستان کښي د فټبال دنړيوالي اتلولۍ پر مهال په يو پر څلرم فاينل کښي سره مخامخ سوي وه ، او جرمني 4 پر صفر سره يوروگوای ته ماته ورکړې وه ، خو دا پلا د يوروگوای ټيم د هغه وخت په رقم ضعيفه او په عين حال کښي احساساتي ټيم ندی . د هالينډ سره يې په نيمه فاينل کښي که څه هم 3 پر 2 ماته وخوړه ، خو په آخره کښي نژدې ؤ چه ورسره مساوي سوې ، او حتی هغه يې گټلې وای .
او ځکه به نو د جرمني د ټيم دپاره د يوروگوای سره مسابقه آسانه نه وي ، که څه هم جرمنيان مطميينه دي چه يوروگوای به نن شپه وگټي ، او د 2006 کال په ډول به بياهم دريم مقام پلاس راوړي .
يوآخيم /محمد قاسم نوري
کتونکي : فضلي