1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دريم

۱۳۸۹ مرداد ۱۴, پنجشنبه

د « باچا خان ترست ایجوکیشنل فونډیشن » یا د « باچا خان د ښوونې او روزنې د مرستې د مؤسسې» له مشر، پروفیسورخادم حسین سره مرکه

https://p.dw.com/p/OcZv
انځور: Universität Bochum

د آلمان غږ راډیو :
پروفیسور صاحب! د برتانیې صدراعظم، ډيوډ کمرن کله چې هند ته په سفر تللې ؤ وویل چې پاکستان ګاونډیو هیوادونو او نړۍ ته تروریزم صادر وي، د پاکستان جمهور رییس، آصف علي زرداري بیا هم بریتانیې ته د خپل سفر په ترڅ کې له ښاغلي کمرون سره ویني، ولی؟

خادم حسین:
زما په نظر نړۍ وال جهادي جال په دې توانیدلې دې چې د هند او پاکستان تر منځ د بنیادي ستونزو د حل لارې ورکې کړي او د دوي تر منځ تفاوت او اختلاف نور هم زیات شي.
ډیوډ کمرون شاید چې د دې حقیقت څخه خبره نه دی چې پاکستان پخپله هم د ترهګرو قوتو نو تر منځ راګیر دې او په داسې حال کې باید نړۍ وال د پاکستان د حکومت ملاتړ وکړي. که څه هم د پاکستان پوځ او د پوځ د لاس لاندې نورې ادارې د پاکستان د حکومت سره ژمنې کوي خو باید نړۍ وال په وخت کې د پاکستان د دولت ملګر توب وکړي.

د آلمان غږ راډیو : آیا د ډیوډ کمرن دا تور چې وایې پاکستان ترهګری صادره وي په ځای دې که نه ؟

خادم حسین:
زه فکر کوم چې په پاکستان کې په تیرو دیرشو کلو کې داسې یو فکر او لاره نیول شوې وه چې هغه د ترهګرې لارې ته خلک هڅول او یو داسې نظریاتي بنیادی اډانه جوړه کړای شوې وه چې د هغې لپاره ډیرې ادارې، تنظیمونه او چاپي مواد موجود دي. چې اوس په جنوبي او مرکزي پنجاب او په ځیني قبایلي سیمو کې د ترهګرو منظم جالونه موجود دي او ترهګر تربیه کوي چې دوي د حقانې د ترهګر جال سره او د نورو ترهګرو سره اړیکې لري. دا ترهګریز جالونه په افغانستان او پاکستان کې خواره دي او د نړۍ والو ترهګرو سره هم رابطې لري. دوي د پاکستان، افغانستان او هند هیوادونه سلامتیا ته ستر ګواښ جوړوي.

د آلمان غږ راډیو :
د پاکستان دولت په دې ترهګرو کنټرول لري او که نه ؟

خادم حسین:
د پاکستان جمهوري حکومت په دې ترهګرو هیڅ کنټرول نه لري خو تر یو حده پورې د پاکستان استخباراتی او امنیتی ادارې د ځینو ترهګرو سره په تماس کې دي.

د آلمان غږ راډیو :
اوس دا پوښتنه رامنځته کیږي چې د پاکستان حکومت چې ښاغلې زرداري یې مشر دې د پوځ او ISIد کنټرول لاندې دی او که پوځ ISI د حکومت تر کنټرول لاندې دې ؟

خادم حسین:
زما په نظر په پاکستان کې جمهوري حکومت همیشه د پوځ او ISI د تاثیر لاندې ؤ. په پاکستان کې تراوسه لا دا پریکړه نه شوې اختیار او اقتدار دې ولس ته حواله شي. جمهوري حکومت خو د ولس نماینده وي نو څنګه چې په پاکستان که عادي خلکو کوم حق لاس ته نه دې راوړې همداسې د پاکستان جمهوري حکومت هم هغه اختیارات نه لري چې د پاکستان پوځ او ISI یې لري.

د آلمان غږ راډیو :
یعني ستاسو په نظر دا نه شو ویلې چې په پاکستان کې یو ډیموکراتیک حکومت قایم دی او خپل پوځ او استخباراتي اداره یې تر لاس لاندې ده؟

خادم حسین:
څه رنګه چې ما تر مخه وویل په پاکستان کې جمهوري حکومت تر یو څه حده په خپل سر کار کولې شي خو کله چې د خارجه امورو یا د سیمه په اړوند د بنیادي پریکړو او یا د ترهګرې په هکله د فیصلو او طرحو د جوړونې وخت راشي نو بیا د پاکستان د استخباراتي ادارې واک زیاد دې.

د آلمان غږ راډیو :
په دې اوونۍ که زرداري او کیمرون سره ګوري. ستاسې په نظر به زرداري د ډیوډ کیمرون ته څه ووایې چې ده ولې دا خبره کړې ده؟

خادم حسین:
زما په نظر زرداري کمرن ته درې خبری کولی شي لومړې دا چې هغه کمرن ته دا خبره په واضح توګه وکړي چې په پاکستان کې پریکړو کولو اختیار د چا سره دې. دویم دا چې په پاکستان ته ترهګرې د دې جال د ماتولو لپاره د کومو ګامونو د پورته کولو ضرورت دې. په هغې کې یوه مرسته چې نړۍ وال یې کولې شي هغه په پاکستان کې دننه سیاسي او اقتصادي مرسته ده او دویم پاکستان د ورپیښو اقتصادی او معاشي ستونزو په حل کولو کې یوازې پرینږدي. نو زما په نظر بیا دلته د ترهګرې د مشکله خلاصیدل ګران کار نه دې.

د آلمان غږ راډیو :
کوم تور چې د پاکستان په حکومت د ډیوډ کمرن لخوا لګول شوي هغه نوې نه دې. د پاکستان دوه همسایه ګان افغانستان او هند هم په پاکستان دا تور لګوي خو نه یوازې د پاکستان پوځ اوISIپه دې سترګې پټې کړي بلکې د پاکستان حکومت هم په دې سترګې پټې کړي. ستاسې په نظر به د ګاونډیو هیوادونو سره په خاصه توګه د افغانستان سره په اړیکو څه اغیزې ولري؟

خادم حسین:
زه فکر کوم چې د پاکستان څخه چې هند او افغانستان ته د ترهګرې کوم خطر متوجه دې هغه د دوي تر منځ تل د شخړو سبب ګرځي. که څه هم د پاکستان جمهوري حکومت دا هڅه کوي چې ګاونډیانو سره د خبرو اترو له لارې دا مشکلات حل کړي خو ترهګرتل په دی توانیږي چې د دوي تر منځ اختلاف پیدا شي.

د آلمان غږ راډیو :
په پاکستان کې عوام دا وایې چې زرداري باید برتانیې ته سفر نه وای کړې او د کمرن د خبرې په ځواب کې یې احتجاج کړې وایې خو بیا هم زرداري دا سفر وکړ، د خپل ولس د نظریاتو په خلاف باندې، ولې؟

خادم حسین:
زما په نظر د پاکستان عوام په دې پوهیږي چې د ډیوډ کمرن خبره ډیر حقیقت لري. په خاصه توګه هغه ولس چې د اسلام آباد څخه لری اوسي چې په هغې کې د خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان ولسونه په دې خبره ښه خبر دي چې رښتیا څه دي. او دوي غواړي چې زرداري باید د کمرن سره سپینې خبرې وکړي.

مرکه کونکی: عبدالباری حکیم

کتونکی: احمدولي اڅکزی