1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دری ايتالوي مرستندوي کارکونکي بيرته خوشي شول

۱۳۸۹ فروردین ۳۰, دوشنبه

د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير په روم کي يوي خبري غوڼدي ته وويل: په افغانستان کي خوشي کړاي شوي ايتالويان د خپلو وطن په لورروان دي

https://p.dw.com/p/MzyA
د ايتاليا د بهرنيو چارو وزيرFranco Frattini
د ايتاليا د بهرنيو چارو وزيرFranco Frattiniانځور: DW

په کابل کي د ملګرو ملتو نمايندګي وويل چي افغان چارواکو هغه دري تنه ايتالوي مرستندوي کارکونکي خوشي کړل چي د هلمند د والي د وژلو په پلان کي يي په لاس درلودلو تورن شوی ؤ.

د ملګرو ملتو ځانګړي استازي، Stefan Dimastura پرون په کابل کي خبريالانو ته وويل « قضيه » پاي ته ورسيده او زياته يي کړه چي خوشي شوي ايتالويان په کابل کي خپل سفارت ته تسليم کړاي شول.

Matteo Dell'Aria، Marco Garatti او Matteo Pagani د ايتاليا يوي روغتيايي مرستندويي مؤسسي لپاره کار کوي. د دغي مؤسسي اصلي مقر د نوموړي هيواد د ميلان په ښار کي دی. هغوي د اپريل په لسمه په لشکر ګاه کي له خپلو شپږو افغان همکارانو سره په دي تور ونيول شول چي ګواکي دوي په هغه پلان کي لاس لري چي د هلمند د والي ګلاب منګل د وژلو لپاره طرحه شوي ؤ.

تر اوسه پوري روښانه نه ده چي آيا افغان امنيتی چارواکو د خپلو تحقيقاتو په نتيجه کي د دغو دري تنو ايتالويانو پرخلاف له دعوا څخه لاس واخیست او تورنه یی مدلل نه دی که څرنګه؟

د هلمند د والي وياند، داؤد احمدي نن سهار د آلمان غږ راډيو ته وويل چي هغه په دي هکله معلومات نه شي ورکولاي چي په کابل کی امنيتی چارواکو ولي هغوي خوشي کړي دي. احمدي دومره وويل چي هغوي د تحقيقاتو څخه وروسته مرکز ته واستول شول تر څو د تورن کسانو په هکله تصميم ونيسي.

د هلمند والي ګلاب منګل په دغو ايتالويانو تورلګولي ؤ چي د هغه د وژلو په پلان کي لاس لري. د هغه وياند احمدي د آلمان غږ راډويو ته د دي پوښتني په ځواب کي چي ښاغلي منګل د کومو معلوماتو له مخي نوموړي ايتالويانو تورن کړي وويل چي د ا افغانستان د امنيتي ارګانونو د معلوماتو له مخي هغوی نيول شوی ؤ او د امنيتی چارواکو د تصميم له مخی بيرته خوشی شوی دي.

د هلمند والي نوموړي ايتالويان په دی هم تورن کړي ؤ چی هغوی د يو افغان ترجمان اجمل نقش بندي چي د 2007 کال په اپريل کي د طالبانو له خوا له يو ايتالوي ژورنالست سره ونيول شو، د وژلو په دسيسه کي هم لاس درلود. په هغه وخت کي طالبانو مخکي له دي چي ايتالوي ژورنالست خوشي کړي، د نقش بندي سر يي پري کړ.

د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير، Franco Frattini د دري ايتالويانو د خوشي کيدو څخه هرکلي وکړ او وويل چي هغوي د ديپلوماتيکو هڅو په نتيجه کي خوشي شول. Frattini د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « مونږ هغه څه چي غوښتل، هغه مو لاس ته راوړل، پرته له دي له چی د افغان له تأسيساتو او يا له نړيوال ايتلاف سره خپل پيوستون تر پوښتني لاندي راوړو».

دا چي افغانستان د ايتاليا د حکومت د فشار په نتيجه کي ښايي دغه دری تنه خوشي کړي وي، د هلمند د ولايت وياند احمدي وويل چي هغه معلومات نه لري.

د ايتاليا د بهرنيو چارو وزير په روم کي يوي خبري غوڼدي ته ړويل په افغانستان کي خوشي کړاي شوي ايتالويان د خپلو وطن په لورروان دي.

خبری آژانسونه/ عبداالباري حکيم

کتونکی: نجيب زيارمل