1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې زره افغان ځوانان د لوړو زده کړو له پاره بهر ته استول کیږي

۱۳۹۰ بهمن ۲۹, شنبه

په نوي تعلیمي کال کې به ۳۰۰۰ افغان ځوانان د لوړو زده کړو له پار بهرنیو هیوادونو ته واستول شي. د چارواکو په حواله دا به هغه کسان وي چې سږ کال د کانکور په آزموینه کې لوړې نومرې ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/145QR
انځور: DW/Julia Hahn

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند عظیم نور بخش، وایي چې دا بورسونه به هغو کسانو ته ورکړل شي چې د کانکور په آزموینه کې د لوړو نمرو په اخیستلو وتوانیږي.

د نور بخش په خبره سږ کال له شاوخو ۱۶۰۰۰۰ فارغینو څخه د کانکور آزموینه اخیستل کیږي. نور بخش وایي چې د دغو کسانو له ډلې څخه څه د پاسه ۶۰۰۰۰ کسان ئې د لوړو زده کړو په مؤسسو کې جذبیږي. د دې تر څنگ د نیمه لوړو زده کړو ادارې هم د دغو فارغینو له ډلې څخه یو شمیر ئې جذبوي.

نور بخش وایې چې سږ کال د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د کانکوز آزموینه یا خو اخیستل شوې ده او یا هم اخیستل کیږي. هغه زیاتوې چې له دغه کار سره د کانکور آزمون ورکوونکو ته ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي.

د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ادعا کوې چې د کانکور د آزموینه او بهرنیو هیوادونو ته د بورسونو ورکولو بهرونه شفافه دي، خو د یوه فارغ پلار سرور توحیدیار، بیا د لوړو زده کړو د وزارت دغه ادعا ردوې او وایې چې د کانکور په آزموینه او بهرنیو هیوادونو ته په بورسونو کې پیسې او واسطې نقش لري.

توحیدیار وایې چې په افغانستان کې د غریب سړي اولاد نه شي کولای چې پوهنتون ته کامیاب شي او هغوی ته په بهر کې د لوړو زده کړو چانس نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس ترکیې او هند ته د دوه زره افغان محصلینو د بورسونو پر سر شخړې روانې دي. ډیر شمیر کسان د لوړو زده کړو پر وزارت په دې برخه کې د عدالت د نه مراعتولو نیوکې کوي.

د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي څو وارې د افغانستان د ولسې جرگې له خوا په دې اړوند ځواب ویلو ته غوښتل شوي دي.

جمال کوټوال (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش