1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې ميليونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي

۱۳۹۱ آذر ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان د پوهني وزیر ډاکټر فاروق وردګ وايي، چي دمګړۍ په ټول هېواد کې ۱۵۷۵۰ښونځي فعال دي چې له دې ډله ۷ زره یې د ناامنیو له امله تعلیمي خوندېتوب نه لري.

https://p.dw.com/p/16w7C

ښاغلي وردګ نن چهارشنبې (۲۰۱۲ کال دسمبر ۵) په کابل کې «ښوونه روزنه د ټولو له پاره پروګرام څخه څارنه» په نوم د ملي رپوټ د خپراوي پر مهال وويل، چي د افغانستان ۵۰ سلنه ښوونځي مناسب تعلیمي چاپيریال ته اړتیا لري.

د پوهني وزیر په وینا لا هم په هېواد کې روانو ناکراریو، نزدې ۳ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو راګرځولي دي.
دی وايي اوسمهال په افغان ښوونځیو کې۲۰۰ زره ښځينه او نارينه ښوونکي درس ورکوي:

«په افغانستان کې ټول ۱۵۷۰۰ ښوونځي فعال دي، چې له دې جملې ۷ زره ښوونځي د ناامنیو له امله تعلیمي خوندېتوب نه لري، اوس د افغانستان په ښوونځیو کې ۲۰۰ زره معلمین په تدریس بوخت دي چې ۳۳ سلنه د هغوی ښځې تشکلیوي په داسې حال کې چې دا شمېره باید ۵۰ سلنه وای.»

فاروق وردګ دا هم وویل چې له ښوونکو څخه یوازي۴۰ سلنه یې مسلکې دي او پاتې ۶۰ سلنه نور ښوونکي لا هم مسلکې زده کړې نه لري چې دا د هېواد په ښوونیز ډګر کي ترټولو ستره ستونزه بلل کیږي.

دغه راز نوموړی زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې له۱۱۰میلیونو نالوستو ځوانانو څخه ۹ میلیونه یې افغان ځوانان دي.

په همدې حال کې د پوهنې وزیر په افغانستان کي ځینو لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه، چې په هغو کې ښوونځیو ته د ۹ میلیونه افغان ماشومان تلل، په تخنیکي او حرفوي ښوونځیو کې د ۷۰ زره کسانو روزنه، د زده کړو له پاره د نړېوال ګډون غړېتوب او له ۲۷ زرو څخه ۲۰۰ زرو ته د ښوونکو د شمېر لوړېدل هغه څه دي چې د پوهنې وزارت یې په تېرو یوولسو کلونو کې خپلې سترې بریاوې ګڼي.

په همدې حال کې دغه وزارت په پام کې لري چې په هره ولسوالي کې یو حرفوي او تخنیکي ښوونځی جوړ کړي.د پوهني وزیر وايي کلیوالي ښوونځیو تراوسه یو میلیون زده کوونکي روزلي دي او په پام کې ده چې د دغو ښوونځیو په شمېر کې هم زیاتوالی راولي.

دغه راز له ۹ کلنۍ څخه تر ۱۴ کلنو ځوانانو له پاره د چټکو زده کړو ورکول د پوهني وزارت یو بل مهم پلان دی چې په نیږدې راتلونکې کې به پلی شي.

د پوهنې وزیر ژمنه وکړه چې تر۲۰۲۰ میلادي کال پورې به افغانستان د ملګرو ملتونو «ښوونه د ټولو له پاره» موخي ته ورسیږي.

اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل